شاته

کویټ د یمن سره ۲۰ ملیون ډالر بشري مرستې کوي

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یمن سره د ۲۰ ملیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر احمد ناصر المحمد الصباح دغه اعلان د پنجشنبې په ورځ، سپټمبر ۱۷ (وږي۲۷) د یمن په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډې کې وکړ.

د دې اعلان نه وړاندې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارک لوکاک خبرداری ورکړی و چې په یمن کې بیا قحطي راغلې.

ښاغلي لوکاک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او د کویټ په ګډون یو شمیر بسپنه ورکوونکو هیوادونو چې د یمن په هکله ځانګړی مسؤلیت لري، سږ کال یې د مرستو د پلان سره هیڅ مالي مرسته نده کړې.

د کویټ تر څنګ یو شمیر نورو هیوادونو هم د یمن سره د بشري مرستو ژمنه کړې خو معلومه نده چې کوم هیواد یا هیوادونو د څومره مرستو ژمنه کړې.

ملګري ملتونه وایي: "دا خبره غلطه ده چې هیوادونه د پیسو ژمنه کوي او دا خلکو ته هیلې پیدا کوي خو بیا دا هیوادونه پخپلو ژمنو عمل نکوي او ولسونه ناهیلي کوي. "

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په یمن کې شاوخوا ۲۹ ملیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی که د بشري مرستو لپاره پیسې بندې شي، " د یمن ډیرو کورنیو ته د مرګ معنی لري".

په یمن کې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی حکومت د ۲۰۱۴ کال راپدیخواد حوثي شعیه یاغیانو سره چې ایران یې ملاتړ کوي، په جګړو اخته دی. یاغیانو د پایتخت صنعا په شمول د هیواد ډیره شمالي برخه نیولې او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د حکومت په ملاتړ د یاغیانو سره جګړه کوي.

پدې جګړو کې لسګونه زره کسان وژل شوي او سلګونه زره بې ځایه شوي. ملګرو ملتونو په یمن کې روان وضعیت په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري ناورین بللی.