شاته

تقریباً نیمایي امریکایان نه غواړي د کرونا ضد واکسین وکړي، سروې

په یوې تازه سروې کې معلومه شوې چې تقریباً د امریکا د نفوس نیمایي برخې ویلي که د کرونا ضد واکسین همدا نن جوړ شي، دوی به یې ونکړي.

په یوې تازه سروې کې معلومه شوې چې تقریباً د امریکا د نفوس نیمایي برخې ویلي که د کرونا ضد واکسین همدا نن جوړ شي، دوی به یې ونکړي.

په سروې کې چې د پیو څیړنیز مرکز د همدې روانې میاشتې په سر کې کړیده، ۴۹ په سلو کې امریکایانو ویلي واکسین کیدل نه غواړي خو ۵۱ په سلو کې بیا ویلي ښایي ځانونه واکسین کړي.

یوازې ۲۱ په سلو کې ویلي چې حتمآ د کرونا ضد واکسین کوي.

د تازه سروې نه معلومیږي چې د کرونا ویروس د واکسین د خوندیتوب په هکله د عامو خلکو باور کم شوي ځکه همدې څیړنیز مرکز یوه بله سروې د مۍ په میاشت کې کړې وه او پکې معلومه شوې وه چې ۷۲ په سلو کې امریکایانو د واکسین کیدو سره علاقه مندي ښودلې وه.

اکثریت امریکایان د کرونا ویروس د واکسین د جانبي عوارضو په هکله اندیښنه لري. د پیو په څیړنه کې چې تقریباً د ۱۰ زرو نه زیاتو کسانو پکې برخه اخیستې وه، ۷۷ په سلو کې امریکایانو اندیښنه ښودلې چې ښایي د کرونا ویروس ضد واکسین پرته لدې چېمصونیت او ګټه یې ثابت شي، د واکسین په منظورۍ کې به د بیړي نه کار واخیستل شي.

د کرونا ضد واکسین د خوندیتوب په هکله د امریکا په متحده ایالاتونو کې د خلکو اندیښنې پداسې حال کې خپریږي، چې د دې ویروس په ټولې نړ کې تر نن جمعې پورې، سپټمبر ۱۸ ( وږي ۲۸) د ۳۰ میلون نه زیات کسان نیولي او ۹۵۰ زره یې مړه کړیدي.

دې ویروس د ټولو نه زیات کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې نیولي.

د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې د د کرونا ویروس په امریکا کې ۶.۶ میلون کسان نیولي. په دویمه درجې کې هند دی چې ۵.۱ میلون کسان پکې پدې ویروس اخته شوي او دریم هیواد چې زیات شمیر کسان پکې د کروان ویرس نیولي، برازیل دی چې ۴.۴ میلونه قضیې لري.