BBC
 شاته

د جرمني پولیسو یو سوري وګړی د بمي برید په شک نیولی

پولیسو دغه ۲۲ کلن هلک چې جابر البکر نومېږي له دوه ورځې څارنې وروسته د یکشنبې په شپه د لایپزیګ ښار کې ونیوه. پولیسو د شنبې په ورځ لایپزیک ته څېرمه د کمنیتس ښار کې د هغه پر کور ورغلل او نژدې ۴۰۰ ګرامه چاودېدونکي توکي یې ترلاسه کړل.