شاته

“د کتاب په سرمخ د وزیراعظم سپکاوی شوی”

د پاکستاني خبریال سهيل وړائچ په خیال د هغه په تازه کتاب “یه کمپني نهي چلېګي” یو اعتراض دا ؤ چې د کتاب په سر مخ (ټايټل یا کور پیج) د پاکستان وزېراعظم عمران خان ته هغه هومره عزت نه دی ورکړی شوی څومره چې د هغه حق ؤ.

د وي او ای اردو څانګې سره په مرکه کې ښاغلي وړائچ وویل:

“ د حکومتي ادارو په خیال د کتاب په سر مخ د وزیراعظم سپکاوی شوی”

د کتاب په سر مخ جوړ کارټون کې لیدل کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه په انګریزي لباس کې لکه د مشر (بوس) په شان پښه په بله اړولې په کرسۍ ناست دی، د یوې پښې لاندې یې یو غریب تن دی چې د هیواد اولس ته اشاره ده. د بوس په پښو کې د هیواد وزېراعظم ناست دی، په لاسو کې یې پوکڼۍ ده او جانګی یې اغوستی دی.

په دیوال د عمران خان د سیاسي مخالفینو عکسونه دي، چې پکې د پاکستان پخوانی صدر اصف زرداري، پخوانی وزیراعظم نوازشریف، د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او د مسلم لیګ نون ګوند د یوې مشرې مریم نواز شریف عکسونه په یو فریم کې زړوند دي. ددې فریم د پاسه د کتاب نوم دی”یه کمپني نهي چلېګي”

پاکستاني مطبوعات واي دا کتاب د کتابونو د دوکانونو او سټالونه څخه لر کړی شوی دی.

سهیل وړایچ واي د هغه په خیال په کتاب ریاستي ادارو ته هم اعتراض دی او حکومتي ادارو ته هم اعتراض دی. په پاکستان کې د ریاستي ادارو نه مطلب د هیواد پوځ دی.

د هغه په اند د حکومتي ادارو خیال دی چې وزیراعظم ته سپک کتل شوي او د ریاستي ادارو خیال دی د هغوي نوم ولې اخستل شوې.

سهيل وړائچ په خپل کتاب د پاسه د جوړ کارټون په حقله وویل چې ددې مطلب دا دی چې ریاستي ادارې یو ځاي دي او بې وزله مخالفه ګوندونه ورته د لرې نه ګوري.

هغه وویل کله چې دغه خبره دوي د کارټون په شکل کې ښکاره کوله نو کارټون جوړونکي پکې د مبالغې نه کار واخستلو:

“کله چې کارټون جوړېږي نو مبالغه پکې وي”

د سهیل وړائچ دا کتاب د هغه د کالمونو نه مرتب شوې کوم چې د پاکستان د اردو ژبې په اخبارونو کې وړاندې چاپ شوي. د هغه په دغه کالمونو کله هم اعتراض نه دی پورته شوې.

هغه وویل په هیواد کې د اظهار اذادي کمه ده او دا سوا کیدل پکار دي.

د سهیل وړائچ د وضاحت کوم حکومتي یا ریاستي چارواکي تصدیق یا تردید نه دی کړی خو په عیني حال کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې يوه قانوني مسوده وړاندې کړی شوې چې پکې ويل شوي:

"چې څوک هم د پاکستان د وسله والو پوځونو يا پوځ پورې په ارادې سره ملنډې کوي، احترام ته یې زیان رسوي يا يې بدناموي هغه به د داسې جرم قصور وار وي چې سزا يې دوه کاله بند، پينځه لاکه روپۍ جرمانه يا دواړه کېدی شي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي د قومي اسمبلۍ غړي امجدعلي خان په مجموعه تعزيرات پاکستان 1860 او مجموعه فوجداري 1898 کې د نور بدلون دپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ده.

ويل شوي دغه بدلون به په فوجداري قانون کې د بدلون اېکټ 2020 په نوم يادولی شي او دا به په فوري توګه نافذالعمل وي.

د قانوني بدلون په مسوده کې ويل شوي چې دا بدلون د وسله والو پوځونو پرضد د کرکې او سپکې رويې مخنيوي کول دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-