شاته

ملګري ملتونه وايي کرونا وایرس له امله نړیوال سیاحت ۶۵ فیصد کم شوی

د ملګرو ملتونو د سیاحت ادارې یوناېټېډ نېشنز ورلډ ټورزم ارګنایزېشن، یواېن ډبلیو ټي او، ویلي د کرونا وایرس له امله د سږ کال په لومړو شپږو میاشتو کې د سیاحت په خاطر په نړیواله کچه د خلکو تګ راګ ۶۵ فیصد کم شوی دی.

یواېن ډبلیو ټي او د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوي معلوماتو کې وویل د جنورۍ د میاشت نه تر د جون پورې په سیاحت کې د کموالي له امله په نړیواله کچه د ۴۶۰ ارب ډالرو نقصان شوی دی.

اداره وايي په سیاحت کې موجوده کموالی په کال ۲۰۰۹ کې د نړیوالې اقتصاي بدحالۍ په مهال په سېلګرۍ کې د کمي نه پنځه چنده زیات دی.

د ملګرو ملتونو ادارې وویل د سیاحت مد په بحالۍ کې به د دوو نه تر څلورو کلونو پورې وخت لګي چې بیا د ۲۰۱۹ کچې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه د کرونا و ایرس له امله سیاحت ته نقصان لومړی د اېشیا او بحرالکاهل په سیمه کې محسوس شو او په تېرو شپږو میاشتو کې هلته د سېلګرو په ورتګ کې ۷۲ فیصد کمی شوی دی.

د اېشیا او د بحرالکاهل د سیمې نه وروسته په يورپ کې سیاحت ته زیات زیان رسېدلی دی او د سېلګرو په ورتګ کې یې ۶۶ فیصد کمی شوی. هم دغه ډول په امریکې، افریقا او منځني ختیځ کې هم سیاحت کم شوی.

یو اېن ډبلیو ټي او وویل په سیاحت کې دغه بې مثاله کموالی کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په نړیواله کچه په سفرونو او سرحدونو د بندیزونو له امله مخې ته راغلی دی.

رپورټ وايي په نړیواله کچه په سیاحت کې کمي په نتیجه کې په مېلینونو روزګارونه او کاروبارونه د خطر سره مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سیاحت د پرمختګ ادارې وویل د سپټمبر د میاشت په لومړو ورځو کې د سیاحت ۵۳ مرکزونه پرانیستل شوي دي خو د سږ کال تر اخېره پورې به په سیاحت کې د کموالي شرح ۷۰ فیصد ته ورسیږي.