شاته

د افغانستان په دوو ولایتونو کې د طالبانوحملو ۱۷ کسان وژلي

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې شروع شوي، د افغانستان په شمال کې په دوو ولایتونو کې د طالبانو په حملو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او شپږ ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د افغان چارواکو په وېنا په تېرو دوو ورځو کې طالب وسله وال په افغان امنیتي پوسټونو او د حکومت پلوه ملېشو په هدفونو حملې کړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د بلخ ولایت د چارکنټ ولسوالۍ مشرې سلیمه مزاري وویل د طالبانو په دوو حملو کې درې ځايي عسکر او شپږ ملکي کسان ووژل شوو. ددغو حملو نه یوه ورځ وړاندې دوه امنیتي عسکر په جلا حمله کې وژل شوي وو.

د کندز ولایت والي ترجمان عصمت الله مرادي وویل د طالبانو په حمله کې شپږ امنیتي عسکر ووژل شوو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ولايتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي په حمله کې د زیاتو تلفاتو خبره کړې ده.

او په تخار ولایت کې د دېسي بم په جاودنه کې دوه ملکي کسان ووژل شو او ۱۲ نور زخمیان شول. د پولیس په وېنا دغه بم په موټر سایکل کې لګول شوی و.

په افغانستان کې د تشدد ورستې پېښې په داسې حال کې رپورټ شوي چې د قطر سرښار دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د امن مذاکرات شروع شوي او د وي او ای رپورټ وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ دواړو خواو ویلي په خبرو کې یې د مذاکراتو په چوکاټ یې پرمختګ کړی.

افغان مامورین وايي طالبان دې ډز بندۍ ته غاړه کښېدي خو طالبانو لا تراوسه دا غوښتنه نه ده منلي.