شاته

دریو نامتو هنري څېرو د فیسبوک پر ضد اعتراض کړی دی 

کېم کارداشیان وېست، کتي پېري او لیوناردو دې کپریو پرېکړه کړې چې سر له چهارشنبې نه، سپټمبر ۱۶مه (وږي ۲۶مه) د ۲۴ ساعتونو لپاره انستاګرام ونه کاروي.

دغو مشهورو هنري څېرو د فیسبوک مدیران د تاوتریخجنو او کرکجنو موادو او د ناسمو ټاکنیزو معلوماتو د خپرېدو په مخنيوي کې په ناکامۍ تورن کړي دي. انستاګرام د فیسبوک لخوا اداره کېږي.

دغه درې کسان چې د امریکا نامتو ټلوېزیوني، هنري او سینمايي څېرې بلل کېږي، تازه د "#StopHateforProfit" یا د #"ګټې لپاره د کرکې د مخنیوي" له غورځنګ سره ملګري شوي دي.

ددغه غورځنګ فعالان له خلکو نه غواړي چې په خپلو پیغامونو کې هغه زیانونه بیان کړي چې په فیسبوک کې د کرکې د خپرېدو له کبله رامنځته کېږي. همدارنګه، دوي له کارونکو څخه غوښتي چې د یوې ورځې لپاره دې په انسټاګرام کې له پوست کولو څخه ډډه وکړي.

کېم کارداشیان د سه شنبې په ورځ په خپل انسټاګرام کې ولیکل چې "نشم کولی چپه کښېنم په داسې حال کې چې همدا شبکې د هغو ډلو د کرکې، پروپاګندا، او ناسمو معلوماتو خپرېدو ته ادامه ورکوي څو انقسام رامنځته کړي او امریکا ټوټې ټوټې کړي."

مېرمن کارداشیان زیاته کړي چې ټولنیزې رسنۍ به "د خلکو له وژل کېدو وروسته " اقدام وکړي.

لیوناردو دېکپریو ویلي چې د مدني حقونو له مدافعانو څخه ملاتړ کوي څو د "فیسبوک او انسټاکرام له ټولو کارونکو" څخه وغوښتل شي چې "پدې شبکو کې د کرکې، نژاد پالنې او ډېموکراسۍ ته د زیان رسولو" پر ضد خپل غږ پورته کړي.

فیسبوک پدې اړه له تبصرې کولو نه ډډه کړې ده او څرګنده نده چې دوي د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې د تشدد، کرکې او د ناسمو معلوماتو د مخنیوي لپاره څه اقدام کوي.

۱۸۸ مېلیون کسان په انستاګرام کې د مېرمن کارداشیان پاڼه تعقیبوي او هغه پدې ټولنیزې شبکې کې له مشهور څېرو څخه بلل کېږي.

د کېم کارداشیان وېست، کتي پېري او لیوناردو دېکپریو لخوا د انسټاګرام نه کارول، د ونډو په بازار کې د فیسبوک د ونډو بیه راټیټه کړې ده.