شاته

دقطر مذاکراتو کې دواړه خواوې سولې ته په لومړیتوب ورکولو قایل دي،دملي جوړجاړي عالي شورا

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ډیوه راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې پر کاري طرزالعمل بحثونه شوي او په ډېرو مواردو توافق شوی دی.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو د تماس ډلې د کاري اصولو او طرزالعمل په اړه د بحثونو پر دوام د سولې مرکچي هئیتونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې مخامخ غونډه کړې او د مستقیم تماس ډله یې ټاکلي ده.

د دواړو لورو چارواکو په یوې اعلامیې کې هم تایید کړي ، چې د ناستو دطرز العمل په اکثرو مواردو توافق شوی دی.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ډیوه راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې پر کاري طرزالعمل بحثونه شوي او په ډېرو مواردو توافق شوی دی.

ښاغلي خوځون زیاته کړه "د دواړو ټیمونو مشرانو په مذاکراتو کې په زغم او تحمل باندې ټینګار وکړو او دوه دوه کسان ‌یې د مستقیم تماس لپاره وټاکل ترڅو په راتلونکو ناستو کې اسانتیا او سهولت ډېر وي"

ښاغلی خوځون دا هم وايي، چې ځیني ډیر کم موارد پاتې دي ، چې پر هغې به د دواړو لورو د تماس ډله کار کوي تر څو هغه هم نهایي شي.

خوځون تمه ښايي، چې دواړه لوړي په مستقیمو خبرو کې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي ، ترڅو مذاکرات بریالي او بین الافغاني خبرې ښې پرمخ ولاړې شي.

دی وايي، چې دواړه سولې ته په لومړیتوب ورکولو قایل دي.

خوځون وي او ای ډيوه ته وویل" زموږ تمه او توقعو داده ، چې د افغانستان د خلکو لپاره مطلوبې نتیجې ددې دور مذاکرات ولري. تراوسه فضأ ښه فضآ ده،دواړه لوري سولې ته په لومړیتوب ورکولو خپل بحثونه مخې ته وړي"

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم هم په ټویټر کې ورته څرګندونې کړي، او لیکلي یې دي ، اړونده خواوې د مذاکراتو په جريان کې بايد د زغم او حوصلې څخه کار واخلي او د مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره باید شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.

د معلوماتو له مخې افغان دولت د مرکچي پلاوي لپاره لومړیتوب دا دی چې طالبان پر اوربند یا د پام وړ اورکم باندې موافقه وکړي.

دا دواړه هغه موارد دي چې د دغو خبرو له پیلېدو سره په یوه وخت چې په افغانستان کې شخړو بیا زور اخستی، د افغانستان پر دولت سربېره اکثره لوري پرې ډېر ټینګار کوي.

د تیرې شنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو تر رسمي پرانستې مراسمو وروسته تمه وه چې ژر مذاکرات هم پیل شي، خو د رسمي مذاکراتو له پیل وړاندې دواړه لورو هوکړه وکړه چې په کاري اصولو سره توافق ته ورسېږي، چې په لړ کې هر ډلې دوه ، دوه کسان د تماس ډلې لپاره معرفي کړل.