شاته

عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا زیاتې شوي

د هوا په سړېدو، د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راغبرګېدو خبرداری ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د هوا سړښت د کرونا ویروس په خپرېدو کې د زیاتوالي سبب شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري ازادي رادیو ته وویل، په تېرو اونیو کې په کرونا ویروس اخته کېدل په سلو کې ۱۰ وو خو اوس دا شمېر په سلو کې ۱۴ ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ کسان پر دغه ویروس اخته شوي او په ټول کې ترې ۱۰ کسان مړه شوي دي.

اغلې جعفري وویل: "په مخکینیو اوونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د وروستیو اوونیو په پرتله لږې وې خو په تېره اوونۍ کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی، موږ دا غواړو چې خلک روغتیايي ټکي جدي ونیسي چې دغه ویروس کنټرول کړو، که روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه شي، ممکن په ساړه فصل کې ډېر خپورشي او موږ به د دغه ویروس د دوهمې څپې د راتلو شاهدان و اوسو."

په افغانستان کې روغتیايي چارواکي د کرونا د یوې بلې څپې د راتلو اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې اوس اوس د غور پوهنتون ۳۰ محصلان پر کرونا ویروس اخته او د مسئولینو په خبره قرنطین شوي دي.

کابل او هرات هغه ولایتونه دي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې تر نورو ولایتونو ډېرې ثبتې شوي او د یاد ویروس له امله په کې مړینه هم ډېره وه.

آرشیف، کابل ښار یوه څنډه
آرشیف، کابل ښار یوه څنډه

یو شمېر ډاکتران په ایسارو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه، د دغه ویروس د دوهمې څپې د راتګ لامل ګڼي.

ډاکتر فریدالله عمري وايي، سوړ موسم د بېلابېلو ویروسونو د خپرېدو لامل دی.

عمري وویل: "د خلکو راټولیدل او ګڼه ګوڼه کېدای شي، د دغه ویروس د خپرېدو لامل شي، بیاهم که په ایسارو ځایونو کې د خلکو د راټولېدو اړتیا وي، نو ماسکونه دې وکارېږي او ټولنیز واټن رعایت شي، د هوا سړښت، وچه اوککړه هوا د دغه ویروس د خپرېدو لاملونه دي، اوس د هېواد اتیا سلنه اوسېدونکي سپارښتنې نه رعایت کوي او دا کار به ډېر خطرناک وي."

د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر له څو میاشتیني قرنطین وروسته، اوس په روزنیزو مرکزونو کې حضوري زده کړې له سره پیل شوي دي.

ډاکتران وايي، په روزنیزو مرکزونو کې د روغتیايي سپارښتنو او واټن نه مراعتول، د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راغبرګېدو سره مرسته کوي.

د رسمې شمېرو له مخې تراوسه په افغانستان کې ۳۸۸۵۵ کسان په کرونا ویروس اخته او ۱۴۳۸ ترې مړه شوي دي، خو دا شمېر رسمي دي او باور دی چې غیررسمي شمېرې ښايي ترې دې لوړې اوسي.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي، د دغه ویروس دوهمه څپه به له لومړۍ خطرناکه وي.