شاته

د لادرکه شویو تنانو د لټون کمېشن کاري موده ختمه شوه، خو آیا د مودې غځول به یې ګټه ولري؟

انټرنېشنل کمېشن آف جوریسټ ویلي دي چې په پاکستان کې د بې درکه کړی شویو کسانو د لټون کمېشن، په جبري توګه د لادرکه کړی شویو تنانو په پېښو کې د ککړو کسانو د معلومولو او په خپلو احکاماتو باندې عمل درآمد کولو کې ناکامه شوی دی.

ښکاره دې وي چې په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کېدونکو تنانو د معلومولو دپاره د جوړ کړی شوي کمېشن میعاد، پرون د ستمبر په څوارلسمه نېټه ختم شوی او مطبوعات د قانون د وزارت د سرچینو له خولې وايي چې د دغه کمېشن د میعاد غځولو دپاره سپارښتنه وزیراعظم ته لېږل شوې ده چې د منظورېدو وروسته به د کمېشن په میعاد کې د توسیع امکان دی.

په پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه کړی شویو تنانو د خوشې کولو دپاره دا کمېشن، د کال ۱۹۵۶ اېنکوایري اېکټ لاندې جوړ کړی شوی و چې وروسته د پخواني واکمن، مسلم لیګ ن په دور کې د ترمیم د لارې، دې ته د کمېشن آف اينکوایري اېکټ کال ۲۰۱۷ نوم ورکړی شو.

په جینیوا کې قائم انټرنېشنل کمېشن آف جوریسټ پخپل وروستي رپوټ کې ویلي، د کمېشن د مشر د تعییناتۍ په حواله چې کوم طریقه کار خپل کړی شوی دی، هغه په یو ډول هم په نړېوال معیار سره سمون نلري.

انټرنېشنل کمېشن اف جيورسټ په دې ورستو کې وېلي وو چې په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه کړې شویو تنانو د کمېشن کارکردګي د دې جوګه نه ده چې د کار موده یې نوره وغزولې شي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړی شویو تنانو د پیدا کولو او خوشې کولو دپاره د جوړ کمېشن د کار په هکله آئي سي جې وایي د دې کمېشن په تعریف کې هم لویې مسئلې دي. یعنې که یو تن د خفیه ادارې په تحویل کې وي، نو هغه په جبري توګه د لادرکه تنانو په فهرست کې نشي اچول کېدی.

انټرنېشنل کمېشن آف جوریسټ پخپل رپوټ کې ویلي چې په جبري توګه د لادرکو په اړه د اقوام متحده یوې ادارې هم تېر کال د پاکستان دوره کړې وه او هغوی ویلي و چې په پاکستان کې د کال ۱۹۸۰ نه تر کال ۲۰۱۹ پورې، یوولس سوه څلور څلویښت (۱۱۴۴) کسان په جبري توګه لادرکه کړی شوي دي، خو په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونه وایي، دا شمېره د لس زرو نه زیاته ده خو په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړی شویو تنانو دپاره جوړ دا کمېشن وایي چې د هغوی سره د شپږ زرو نه زیات داسې درخواستونه پراته دي چې د اورېدنې لاندې دي.

پېښور کې د لادرکه تنانو په قضیو کې پېش کېدونکی وکیل، لطیف افریدي وایي د یاد کمېشن چېئرمېن په یو وخت دوه عهدې لري او دا ښيي چې کمېشن د لادرکه تنانو په قضیو کې څومره سنجیده دی.

لطیف افریدي له وي او اې سره په خبرو کې وویل، "دویمه خبره دا ده چې دې کمېشن، سېوا د دې نه چې یو نوټس جاري کړي چې څوک چېرته دی او څنګه دی، په هغې کې نه زور شته، نه هغې په شا باندې څه طاقت شته، نه د هغې په شا باندې څه خوف شته چې د چا نه ویریږي."

بل خوا په جبري توګه د لادرکه کړی شویو تنانو د مقدمو پیروي کوونکي وکیل، کرنل (ر) انعام الرحیم، وي او اې ډیوه ته وویل چې د دې کمېشن بنیادي فریضه دا ده چې د خلکو په لادرکه کولو کې ککړ تنان په ګوته کړي خو دا کمېشن په هغې کې په مکمل ډول ناکامه شوی دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو په برخه کې کارکوونکي تنظیمونه وایي چې په بلوچستان صوبه کې د لادرکه شویو تنانو شمېره تر ټولو زیاته ده، او بیا په خیبرپښتونخوا صوبه کې تر ټولو زیات خلک په جبري توګه لادرکه کړی شوي دي.