شاته

چین ته د سفر په اړه امریکایانو ته خبرداری ورکړل شو 

د امریکا حکومت د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۱۵مه یوه خبرپاڼه خپره کړې او چین او هانګ کانګ ته یې د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.

چارواکو ویلي چې د "غیرقانوني توقیفولو" او په مستبدانه ډول د سیمه ییزو قوانینو د عملي کېدو خطر شته."

تازه خبرپاڼه ښايي د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې چې په هانګ کانګ کې د ملي امنیت په نوم د یو قانون له نافذېدو ورسته ترینګلي شوي دي، لاپسې پېچلې کړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: "د امریکا اتباع چې چین او هانګ کانګ ته سفر کوي یا هلته اوسېږي ښايي لدې پرته چې قونسلي خدمتونو او د ادعا شوي جرم په اړه معلوماتو ته لاسرسی ولري، توقیف شي."

خبرپاڼه زیاتوي چې چین په "هانګ کانګ کې په یو اړخیز او غیرقانوني ډول د پولیسو او امنیت له قدرت نه کار اخلي."

د خبرپاڼې له مخې د امریکا اتباعو ته سپارښتنه شوې چې "د خپل چاپیریال په اړه په کلکه محتاط وي او له مظاهرو نه ډډه وکړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبېن د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې امریکا ددغو ډول خبرپاڼو په خپرولو سره باید په "بشپړه توګه حقیقتونه ته درناوي وکړي او په بېځایه سیاسي لاسوهنو کې ښکېله نشي."

وینبېن وویل چې هېواد یې "تل په چین کې د بهرنیانو خوندیتوب او قانوني حقونه ساتلي دي."

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هانګ کانګ سره درې دوه اړخیزې موافقې وځنډولې یا یې ختمې کړې او ویې ویل چې چین د هانګ کانګ د خپلواکۍ په اړه خپلې ژمنې عملي کړې ندي.

د ملي امنیت د قانون له انفاذ وروسته، یو شمېر لویدیځو هېوادونو هم له هانګ کانګ سره د مجرمینو د استرداد تړونونه ځنډولي دي.