شاته
"د وروستيو ناامنيو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي"
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په هېواد کې د وروستیو نا امنیو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي. ښاغلي غني په یوه ټلویزیوني وینا کې ټینګار وکړ چې د هغو کړیو پر وړاندې به ټینګ ودرېږي چې په حکومت کې د سمونونو پر وړاندې خنډ جوړوي.