شاته

غني د اصلاحاتو د راوستلو کلکه ژمنه وکړه

افغان ولسمشر وايي تر وسله والې جګړې وروسته فساد او قانون ماتول د افغانستان لویه ستونزه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي له فساد او قانون ماتونې سره مبارزه، د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په څېر سخته او ستونزمنه ده.

ولسمشر غني چې د یکشنبې په ماښام د دغه هېواد په ملي راډیو تلویزون کې اوږده وینا کوله وویل چې اصلاحات په تشو خبرو او ژمنو نه راځي بلکې " باید هر اړخیز او عملي چمتوالی" وي. هغه په خاص ډول په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې باید اصلاحات راشي او ترفیعات هم د وړتیاو او روڼتیا په اساس وشي.

ښاغلي غني د فسد پر ضد مبارزه لویه ستونزه وبلله او وېویل "اجازه راکړئ چې په ښکاره یې درته ووایم، یوازې داعشیان او طالبان، چې له تاسو سره یې د جنګ اعلان کړی او تاسو وژني، ستاسو دښمنان نه دي، بلکې مفسد عناصر، چې د افرادو اود شبکو په بڼې فعالیت وي، هم ستاسو دښمنان دي".

ولسمشر غني په ښکاره د کوم شخص او یا کومې شبکې نوم وانخیست خو ویې ویل چې دغه مفسد عناصر او کړۍ "د اصلاحاتو په وړاندې دریږي، ملي سوداګر مجبوروي چې خپلې پانګې له هېواد نه وباسي او همدوی د مجرم عناصرو او ورانکارو ملا تړي، چې دا جنایت یې د ترورریستانو تر جنایت کم نه دی".

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي یووالي‌ د حکومت شریک او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله خبرداری ورکړ چې د اداري فساد په نامه باید د سیاسي او ملي شخصیتونو په خلاف هڅه ونشي.

ښاغلي عبدالله چې له ولسمشر غني سره یې د حکومت پر ځينو چارو اختلاف شته دغه راز وویل چې د حکومت د جګپوړو چارواکو د هغو د خپلوانو د فساد په اړه کره معلومات لري.

نوموړي وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د دغو کړیو پر ضد څه ناڅه ګامونه اوچت کړي، خو لا هم ډېر کار په کاردی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.