شاته

د افغانستان کرکټ بورډ پر شفق بندیز لېر کړ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق یې لګول شوی بندیزلېرې کړی دی.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې ښاغلي شفیق له قوانینو سرغړونه کړې وه او پرې شپږ میاشتې بندیز لګول شوی و. خو بورډ نه دي ویلي چې د ۲۷ کلن شفق سرغړونه څه وه.

خو ویل کیږي چې هغه د بورډ له اجازې پرته په پېښور کې په غیر رسمي او د ټېتې کچې په سیالیو کې لوبه کړې وه، چې د بورډ د اصولو څخه ښکاره سرغړونه بلل کیږي. پر هغه ځینې نور تورونه هم پورې شوي، چې بورډ رسمآ نه دي ښکاره کړي.

هغه ته د افغانستان د شپږیزې په سیالیو کې د لوبېدو اجازه هم ورنکړل شوه او همدغه راز له بنګلدېش، سکاټلېنډ او ایرلېنډ سره له تېرو سیالیو هم پاتې شو.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ځینو مینوالو پر کرکټ بورډ تندې نیوکې کړې وې، چې شاید د ځینو شخصي ستونزو له کبله پر شفق یې بندیز لګولی وي، خو د بورډ چارواکو دا خبره رد کړې. شفق د بورډ دا پرېکړه ستایلې ده.

شفیق الله شفق دا مهال په کابل کې د احمدشاه ابدالي په څلور ورځنیو سیالیو کې د کابل ګرین په لوبډلې کې لوبیږي.

د شفق نړیوالې لوبې

شفیق الله شفق تر دې دمه د افغانستان لپاره ۱۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي. د هغه ټولې منډې ۲۵۶ دي او په یوې لوبې کې یې ډېرې منډې ۵۶ دي.

پر دې سربېره ښاغلي شفق د ۲۰ اورونو ۳۰ نړیوالې لوبې کړي دي. په دغو سیالیو کې ټولټال ۳۶۰ منډې کړي دي او په یوې لوبې کې یې ټولو ډېرې منډې ۵۱ دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.