شاته

د حزب‎اسلامي یو پلاوی امریکا ته ځي

ټاکل شوې د حزب‎اسلامي یو پلاوی امریکا ته ولاړ شي. د دغې ډلې د مرکچي پلاوي یوه غړي عتیق الله صافي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه څلور کسېزه پلاوی به د حزب‎اسلامي د سیاسي چارو د مسؤل غیرت بهیر په مشرۍ امریکا ته ولاړ شي خو د سفر د وخت او اجنډا په اړه یې جزئیات ورنه‎کړل.

ښاغلي صافي همدارنګه وویل چې ښایي دغه ډله یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.

صافی وايي:

"د حزب‎اسلامي پلاوي کابل کې تقریباً د اکثرو هېوادونو له‎خوا دعوت شوی او د هغوی څخه یې ډېر استقبال کړی دی. کیدای شي راتلونکي کې حزب‎اسلامي زیاتو هېوادونو ته د هغوی په غوښتنه سفر وکړي."

د سولي عالي شورا که څه هم د حزبي‎اسلامي د پلاوي د سفر په اړه معلومات نه‎لري خو وایي چې پر دغې ډلې د بندیزونو لېرې کول د حکومت مکلفیت دی.