شاته

هلمند کې جګړو له زیاتیدو وروسته د قاطع ملاتړ قوماندان لښکرګاه ته تللی

پداسي حال کي چي د هلمند د مرکز لښکرگاه ښار په څنډو کې له تیرې شپې راهیسې جگړو زور اخيستی د افغانستان د دفاع وزير په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت د قوماندان په ملتیا نن سهار دغه ښار ته تللي دي.

تیره شپه شاوخوا یوه بجه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په دریو امنیتي کمربندونو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په یو وخت جګړه پیل شوه، چې اوس هم د باباجي، بشران او د دوهمې حوزې سیمو کې جګړه روانه ده.

بشران د هلمند د ولايت ودانۍ ته تر ټولو نږدې سيمه ده، چي ترمنځ يې يوازې د هلمند سيند پروت دی.

د هلمند د پوليسو يوې امنيتي سرچينې امريکاغږ ته وويل، چي د دريمې امنيتي حوزې اړوند څلور پوستې د حکومت وسله‌والو مخالفینو نیولې دي.

د سرچينې پر وینا د جګړې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتي ده خو هغه د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمیرې په اړه معلومات ورنکړل.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي نن سهار د یو لوړپوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت ته تللی دی.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکا غږ ته وويل چي د افغانستان د دفاع له وزير سره د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين او په افغانستان کي د پریکنده ملاتړ د ماوريت عمومي قوماندان او ځیني مسولين هم ملگري دي.

نوموړي زياته کړه، چي د کابل امنیتي پلاوي او د هلمند سیمه ایزو چارواکو تر منځ له سلامشورو وروسته به، ښايي د لښکرگاه ښار د امنيتي حوزو د امنيت په برخه کې يو لړ کوټلي گامونه پورته شي.

د عمرځواک پر وینا، افغان ځواکونو د نويو امنيتي پېښو د مخ نيوي لپاره د لښکرگاه ښار په څنډو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد ځوابي بريدونه پيل کړي.

په همدې حال کې د پریکند ملاتړ د ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکول سن، نن په لښکرګاه کې د هلمند ولایت له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې لښکرګاه ښار په هیڅ‌کله سقوط ونکړي او زیاته یې کړه، چې د پریکنده ملاتړ هوايي ځواکونه د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره چمتو دي.

د جنرال نیکول سن پر وینا، په هلمند ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره به د اردو او پولیسو لپاره د پریکنده ملاتړ د ماموریت د مشاورینو په شمیر کې زیاتوالی راولي.

د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي په دغې غونډه کې د جنرال نیکول سن د خبرو په تائید وویل، چې د لښکرګاه ښار به سقوط ته پرینږدي.

د دفاع وزیر وویل، چې د لښکرګاه د امنیت د ټینګولو لپاره افغان ځواکونو د وسله‌والو طالبانو پر ضد د دغه ښار په څنډو کې پوځي عملیات پیل کړي دي.

خو د لښکرگاه ښار یو شمیر اوسيدونکو امريکا غږ ته وويل چي د تيرې شپې جګړې سخت اندېښمن کړي دي او د درنو وسلو د غږونو له امله یې ټوله شپه په ویښه تیره کړې ده.

ننګرهار کې د داعش تلفات

د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال برید جنرال محمد علي شجاعي نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې دروان لمریز کال په اوږدو کې یې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې پر ضد ۶۸ ګډ او ځانکړي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۷۶۷ کسه داعش وسله وال وژل شوي، ۲۴۸زخمیان دي او ۳۵ یې ژوندي نیولي دي.

نوموړی وايي دغه عملیات یې د ختیځو څلورو ولایتونو سره سره، د پنچشیر، کاپیسا او پروان ولایتونو کې تر سره کړي دي.

هغه وویل د روان کال په تېرو اوو میاشتو کې د په دغو اوو ولایتونو کې ۳۲۶وسله وال طالبان هم وژل شوي،۵۵۰ زخمیان شوي او ۸۹ طالبان ژوندی نیول شوي دي.

ښاغلي شجاعي دا هم وویل چې په دغه موده کې ۷۰ حکومتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په ننګرهار کې د شفق سېلاب په نوم روانو عملیاتو کې به داعش او وسله وال طالبان دواړه وځپي.

د سېلاب قول اردو دغه مرستیال زیاتوي چې داعش سره دمبارزې او ددې ډلې دله منځه وړلو لپاره یې د ملي اردو ۵۰۰ کسیز کنډک په ننګرهار کې ځای پرځای کړی دی چې داړتیا پرمهال یواځې دداعش پر ضد جنګېږي؛ خو ددغه کنډک په اړه یې ډېر تفصیلات ور نه کړل.

هغه وویل چې په ننګرهار کې د داعش ډلې پخوانی زور نه دی پاتې او هغو سیمو کې چې داعش جنګیالي فعال دي د افغان قواوو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې به یې له منځه یوسي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو دغه لوړپوړی چارواکی پر داسې مهال د ختیځ په کچه په تېرو اوو میاشتو کې د دومره ډېرو داعش او طالب وسله والو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي،چې په دې وروستیو کې د ننګرهار د شینوارو یو شمېر ولسوالیو کې داعش ډلې بیا ځلې یو شمېر هغه سیمې نیولي چې د عملیاتو په لړ کې یې ترې داعش وسله وال ویستل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.