BBC
 شاته

د هلمند والي دفتر: د یوه قومندان په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي

Image copyright AFP

د افغانستان په لویدیځ کې د هلمند والي مطبوعاتي دفتر وایي، ددې ولایت په دوو برخو کې د طالبانو یو پوځي قومندان او ۴۰ نور طالبان وژل شوي دي.

ددغه دفتر د راپور له مخې، د تېرې ورځې (سرطان/ چنګاښ ۲۸مې) لومړۍ پېښه کې د اورپکو یوه ډله په ګرشک ولسوالۍ کې په هوایي برید کې په نښه شول چې ۱۲ کسان یې ووژل شول او د همغې ورځې په ماښام د طالبانو یو قومندان خپلو ۵ ملګرو سره ووژل شو.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، په دوو نورو هوایي بریدونو کې ۱۲ نور وسله وال ټپیان شوي.

دغه سرچینې همداراز په سنګین ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره جګړه کې د ۲۲ طالبانو د وژل کېدو خبره کړې ده.

رسنیو ته د هلمند مطبوعاتي دفتر لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا جګړه تېره ورځ سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

دغه مطبوعاتي دفتر وایي، په جګړه کې د پوځ څلور سرتېري هم ټپیان شوي، خو د هغوی روغتیایي وضعیت ښه بلل شوي.

طالبانو په ګرشک کې پر خپلو ملګرو د هوایي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د سنګین جګړې په اړه یې ویلي، چې دوی ددې ولسوالۍ مرکز کې پوستې نیولي او لا هم دولتي ځواکونو سره جګړو ته دوام ورکوي.

ددې ډلې یوه ویاند ویلي، نهر سراج ولسوالۍ ته پر لاره یې پر دولتي او نړیوالو ځواکونو د سړک غاړې ماینونو ته چاودنه ورکړې چې مرګ ژوبله یې اړولې، خو رسمي سرچینو نه ده تایید کړې.

هلمند د افغانستان له لویو او ناارامو ولایتونو دی چې کله د طالبانو شتون او د کوکنارو پراخو کښتونو له امله د خبرونو په سر کې وي.

دولتي سرچینې وایي، طالبان او د نشه یي توکو قاچاق وړونکي ددې ولایت په ناارامیو کې اساسي رول لري، دواړه د کوکنارو له کښتونو ګټه پورته کوي او یو د بل ملاتړ کوي.