BBC
 شاته

هند وايي دوو کلونو کې به له پاکستان سره پوله په بشپړه توګه وتړو

د هند کورنیو چارو وزیر راج ناتھ سینګ وايي، دوو کلونو مودې کې به له پاکستان سره د هند پوله په بشپړه توګه وتړل شي. نوموړي له پاکستان سره د هغو څلورو لارو د ارزونې له یوې غونډې وروسته دغه څرګندونې کړې، چې پاکستان سره پرې تګ راتګ کېږي.