شاته

کندز کې نن بیا جګړو زور اخیستی

په کندز کې امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ښار په یو شمیر سیمو کې د طالب وسله والو پر وړاندې پرمختګ کړی اویوشمیر سیمې یې بیرته نیولي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي امریکاغږ ته وویل چې افغان ځواکونو د ښار په مختلفو برخو کې پرمختګ کړی دی.

نن په کندز کې د جګړې پنځمه ورځ ده، په ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه د ښار په مختلفو ځایونو کې جریان لري.

په کندز کې د پولیسو د سپین زر زون قوماندانۍ مطبوعاتي څانګه وايي چې د دغه ښار د خواجه مشهد، مولوي سراج الدین لیسې شاو خوا، او د ښار غرب لور ته د سپین زر تر تصدۍ او کابل بندر پورې افغان ځواکونه رسیدلي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي چې افغان ځواکونو تیره شپه همدا سیمې له طالب وسله والو نیولي دي.

خو د سیمې اوسیدونکي وايي کله چې افغان ځواکونه مخکې لاړ شي طالبان د هغوي شاته راتاویږي او پریښې سیمې بیرته تصرف کوي، په دغه حالت کې افغان ځواکونه د محاصرې د ماتولو هڅه کوي او سیمه بیرته طالبانو ته پریږدي.

دا اوسیدونکي وایي، په تیرو پنځه ورځو کې افغان ځواکونه کله مخکې ځي او کله بیرته خپلو پخوانیو سیمو ته راګرځي.

د کندز پر فضا اکثره وخت هیلوکپټرونو پرواز په حال کې لیدل کیږي.

له هغې ورځې چې طالبان د کندوز ښار ته داخل شوي، د ښار په لوړو ودانیو کې یې ځای نیولی او پر افغان ځواکونو ډزې کوي.

د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي امریکاغږ ته وویل چې تر نن مازیګر پورې به د کندز په امنیتي حالت کې تغیر راشي او دوي به د ښار زیاتې برخې تصرف کړي.

د کندز اوسیدونکي بیا په دې بارو دي چې افغان ځواکونه یوه قومانده نه دي.

د سمیع الله سمیع په نوم یو اوسیدونکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل" چې نن سهار ۱۱:۳۰ بجې له یو نامعلوم ځای څخه ډزې وشوې، هغه پولیسو چې د دورې په سر د امنیت په خاطر ګزمې کوي په رینجرو کې سپاره شول او داسې وتښتیدل چې چا په سترګو هم ونه لیدل".

له بله پلوه د بغلان په جرخشک سیمه کې د افغان ځواکونو د عامه نظم د پولیسو پر کاروان د دولت مخالفو وسله والو برید کړی و چې په نتیجه کې یې ددغه کاروان ځینې موټرې سوځولي او مواد یې ترې چور کړي دی.

وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې طرفدارو یې په بغلان کې د افغان ځواکونو هغه کاروان چې کندز ته پر لاره و ځپلی او تر ۶۳ پورې ډول ډول موټرې یې ترې سوځولي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي چې د افغان ځواکونو دا کاروان تیره ورځ مازیګر د بغلان ولایت څخه د کندز ولایت ته په لار وو چې د دغې ډلې د وسله والو تربرید لاندې راغلی دی.

طالبانو په دغه برید کې افغان امنیتي ځواکونو ته د سر د زیان د رسلو ادعا هم کړې، خو دقیق شمیر یې نه دی څرګند کړی.

خو افغان چارواکو تر اوسه پورې ددغه کاروان د ځپلو په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.