شاته

انتوني ګوتیرس د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي وټاکل شو

انتوني ګوټیرز د ملګرو ملتونو نوی عمومي منشي وټاکل شو. تر دې وړاندې ښاغلي ګوټیرس د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCRمشر و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شوار پرون د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې انتوني ګوټیرز به د ملګرو ملتونو نوی عمومي مننشي وي. ګوټیرز به د بانکي مون ځای ونیسي چې د کار موده یې د همدې روان کال تر پایه پای ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شوار پنځلسو غړیو هیوادونو د رایو په اکثریت د اوه شپیته کلن انتوني ګوټیرس ټاکل کیدل منظور کړل. ګوټیرز د پرتګال پخوانی صدراعظم او همدارنګه د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر هم و.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین چې پدې میاشت کې د امنیت د شوار مشري هم په غاړه لري، د رایو نتیجه یې پدې ډول اعلان کړه.

"هغه د لوړې کچې سیاستمدار او د خپل هیواد پخوانی صدراعظم دی. هغه داسې یو شخصیت دی چې د هر چا سره خبرې کوي او د هر چا خبرې ته غوږ نیسي. هغه هر څه په واضح ډول وایي او د نورو نظرونه هم اوري. زه فکر کوم چې دا یوه پر ځای پریکړه ده.

تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به راتلونکي اوونۍ ښاغلی ګوټیرس د ملګرو ملتونو د نوې عمومي منشي په توګه ومني.