شاته

د افغانستان حکومت د 400 طالب بنديوانو څخه 80 خوشي کړي

د افغانستان د ملي امنيت د شورا دفتر ويلي، افغان حکومت د 400 طالب بنديوانو د ډلې څخه 80 خوشي کړي دي، د دغو طالب بنديوانو د خوشي کولو دپاره لویه جرګه شوې وه.

د ملي امنيت د شورا دفتر په ټويټ کې ویلي، دغه 80 تنه طالبان پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ خوشي کړی شوي دي.

ويل شوي د 400 طالبانو د خوشي کولو دپاره لویه جرګه شوې وه چې دا طالبان خوشي کړی شي د دې دپاره چې د بېن الافغاني خبرو هڅې ګړندۍ شي او د تل دپاره په ملکې کچه اور بند وشي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ګل/ دوشنبې په ورځ (لسم اګست) د 400 طالبانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی ؤ.

د دغو طالب بنديوانو د خوشي کولو د مشورې دپاره لويه جرګه رابلل شوې وه، افغان ولسمشر اشرف غني ويلي ؤ هغه دغه صلاحیت نه لري چې دغه 400 بنديوان خوشي کړي ځکه چې دوی په سختو جرمونو کې ککړ دي.

د فرورۍ په مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقنامه کې ویل شوي ؤ چې افغان حکومت به د طالبانو 5000 بنديوان او طالبان به د افغان حکومت 1000 سرتيري او کار کوونکي خوشي کوي.

افغان حکومت ويلي ؤ د 4000 نه زيات طالب بنديوان يې خوشي کړي او د پاتې 400 د خوشي کولو دپاره لویه جرګه بلل شوې وه.

د لويې جرګې د 400 طالبانو د خوشي کولو پرېکړه امريکې ستايلې وه.

د افغانستان د اقتصاد وزير مصطفی مستور ویلي، هيله ده راتلونکې اوونۍ په قطر کې د طالبانو سره د افغان حکومت د استازو نېغې خبرې پېل شي.

د فرورۍ د توافقنامې ترمخه د مارچ په مياشت کې د بېن الافغاني خبرو پېل کېده ټاکل شوي ؤ خو ويل کيږي د طالب بنديوانو د خوشي کولو په عمل کې وروستو والی د بېن الافغاني خبرو په وړاندې خنډ ؤ.