شاته

په 14 اګست وزیرستانيانو د انټرنېټ دپاره احتجاجي مظاهره کړې

د جنوبي سره تعلق لرونکي ځوانان او مشران د واڼه پرېس کلب مخې ته راټول شوي او غوښتنه يې کوله چې د پاکستان د آزادۍ په ورځ دوی ځکه احتجاج کوي چې دوی ته دې انټرنېټ ازاد کړی شي.

په جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ د غوښتو دپاره د احتجاجي مظاهرې ګډون وال صدام چې د پېښور پوهنتون د پوليټيکل سائنس څانګې زده کوونکی دی، وايي نن په پاکستان کې د آزادۍ ورځ نمانځل کيږي خو دوی د څلورو مياشتو راهسې په سيمه کې د انټرنېټ دپاره احتجاجونه کوي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د کرونا وبا له امله تعليمي ادارې تړل شوې وې خو د انټرنېټ د لارې کلاسونه اخستل کېده، خوپه قبايلي ضلعو کې اوس هم د انټرنېټ رسايي نشته ځکه دوی د دغوکلاسونو څخه محرومه پاتې شو او په زده کړو يې سختې بدې اغېزې وشوې.

يوبل تن خيال محمد چې ځايي مشر دی وايي دوی د دوه کالو راهسې په علاقه کې د رابطو په ځای کولو غوښتنه کوي او زياتوي د وزيراعظم عمران خان د سيمې د سفر په مهال دوی هغه ته دغه مسله وړاندې کړې وه چې په علاقه کې دې موبايل ټيلیفون او انټرنېټ په ځای شي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، اوس داسې وخت دی چې خلک د موبايل او انټرنېټ د لارې کاروبار کوي که د چا نه کوم څيز اخلي يا خرڅوي نو د هغې عکسونه يو بل ته د موبايل ټیليفون د لارې ليږي او نور جزيات يې د يو بل سره شريکوي خو دوی بيا د دغسې کولو دپاره ټانک يا ډېره اسماعيل خان ته د ګهنټو په حساب سفر کوي.

هغه وويل په علاقه کې د موبايل ټيليفون او انټرنېټ د بحالۍ غوښتنه کوي چې د علاقې کاروبار ورسره ښه شي او زده کوونکو يې هم محرومه پاتې نه شي.

هغه زياته کړه د علاقې زيات خلک په مسافرو کې دي نو د موبايل او انټرنېټ د نشتوالي له امله د کورنۍ د غړو سره رابطې هم نه شي کولی او د يو بل په حال نه خبريږي.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی د ټېکنالوجۍ مشاور ضياالله بنګش وايي دوی د کورنيو چارو مرکزي وزارت ته په علاقه کې د انټرنېټ په ځای کولو دپاره سپارښتنه کړې چې په علاقه کې د موبايل او انټرنېټ سروسونه نشته.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی موبايل کمپنۍ هم خبر کړي دي چې په علاقه کې د انټرنېټ د بحالۍ دپاره چمتو اوسي او چې څنګه ورته د مرکزي وزارت لخوا اجازه ترلاسه شي دوی په علاقه کې انټرنېټ په ځای کړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تېر کال د مارچ په میاشت کې د بلې قبايلي ضلعې باجوړ د سفر په مهال ويلي ؤ چې په قبايلي ضلعو کې به د انټرنېټ تهري جي او فور جي سروسونه په ځای کړي، خو تراوسه پورې په سيمه کې انټرنېټ نه دی په ځای کړی شوی.

دغه رنګ وزیراعلی محمود خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د شمالي وزيرستان د ميرانشاه په سفر کې په علاقه کې د موبايل سروس، تهري جي او فور جي انټرنېټ روانولو پرانسته کړې وه خو د سيمې خلک وايي د پرانستې نه علاوه په دغه لړ کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.