شاته

ترکیه د اماراتو سره خپلې اړیکې ځنډوي

د ترکیې جمهور رئیس وایي د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې ممکن د ابو ظبهي د ادارې سره دیپلوماتیکي اړیکې وځنډوي او یا به خپل سفیر بیرته هیواد ته راوغواړي.

جمهور رئیس رجب طیب اردوګان دا اعلان نن د جمعې په ورځ، اګست ۱۴ (زمري ۲۴) کړی.

د ښاغلي اردوګان د دې څرګندونو نه یوه ورځ وړاندې امریکا د اسرائیل او عربي متحده اماراتو تر منځ د تاریخي تړون خبره وکړله چې له مخې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې عادي کیږي.

اسرائیل پدې تړون کې منلې وه چې د اړیکو د عادي کیدو په بدل کې د فلسطین د خاورې د الحاق د پلان نه تیریږي.

د فلسطین حکومت پدې تړون د اعتراض په خاطر د پنجشنبې په ورځ په عاجله توګه د عربي متحده اماراتو نه د خپل سفیر د ورغوښتو اعلان وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل او عربي متحده اماراتو تر منځ د اړیکو د عادي کولو تړون د فلسطین د داعې سره "منافقت او خیانت "بللی او ویلي یې دي چې ترکیه به تل د فلسطین د ولس سره ولاړه وي.

اروپایي اتحاد او امریکا د اسرائیل او عربي متحده اماراتو تر منځ د تړون هرکلی کړی.