شاته

ټرمپ: متحده عربي امارات او اسرائیل بشپړې دپلوماتیکې اړیکې پیل کوي 

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۳) وویل چې متحد عربي امارات او اسرائیل د دپلوماتیکو اړیکو په پیل کولو موافقه وکړه.

ښاغلي ټرمپ دغه پیښه "یوه واقعي تاریخي" شیبه وګڼله او خبریالانو ته یې وویل: ‌"تمه لرم چې نور عربي او مسلمان هیوادونه د عربي متحده اماراتو لار خپله کړي."

متحد عربي امارات د خلیج لومړنی او د عربي نړۍ دریېم هیواد دی چې د اسرائیل سره فعاله دپلوماتیکې اړیکې ټینګوي. له دې دمخه مصر او اردن یواځني دوه عربي هیوادونه وو چې د اسرائیل سره یې فعال دپلوماتیک روابط درلودل.

په راتلونکو اونیو کې به د اسرائیل او عربي متحده اماراتو پلاوي سره وګوري چې پانګې اچونې، سیاحت، مستقیمو پروازونو، امنیت، ارتباطاتو، روغتیا، د سفارتونو د جوړولو او نورو مهمو مسایلو په هکله دوه اړخیزې موافقې لاس لیک کړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو او یو شمیر نورو امریکایي مقاماتو د اسرائیل او اماراتو د اړیکو د عادي کیدو د موافقې په هکله غبرګون څرګند کړی دی. ښاغلي پمپیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سولې موافقه د منځني ختیځ لپاره یوه تاریخي ورځ وګڼله.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د عربي متحده اماراتو سفیر یوسف العتیبه، ددې موافقې په هکله وویل: "د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ د اړیکو د بشپړه عادي کولو نننۍ اعلامیه د دپلوماسۍ او سیمې لپاره یو بریالیتوب دی چې کړکیچونه راکموي او د مثبت بدلون لپاره نوې انرژي رامنځ ته کوي."