شاته

په هلمند کې له ښځو سره زراعتي مرستې وشوې

په هلمند کې ګڼو ښځو ته د کرهڼې په برخه کې اسباب او مرستې ورکړل شوې. چارواکې وايي د دې کار هدف يې د زراعت له لارې د ښځو په ځان بسیاینه ده.

سپین سرې زرګره له خپل لمسي محمد سره له ناوې ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته راغلې چې د خوړو نړیوال سازمان څخه د غنمو تخم او کیمیاوي سره ترلاسه کړي. زرګرې د چارشنبې په ورځ ازادي راديو ته وويل چې اقتصاد یې خراب دی. ((غواړو په خپل سرای کې پالک او پیاز وکرو. غواړم خپل اولادونه پر کراره کړو. والله که مو په میاشت یوه پټاټه په کور کې پخه کړي وي. په کور کې اوه او اته تنه اولادونه لرو. والله که یوه دانه غنم په کور کې لرو.))

په هلمند کې د ډېرو کورنيوو سړي مړه شوي دي په جنګونو کې. ښځې ډېرو مرستو ته اړتيا لري
کامله اسماعيلي

د ښځو سره په مستقیم ډول دغه شان مرستې څه نوې خبره نه ده. پخوا هم مرستندویه او حکومتې ادارو دچرګانو، غواو او نورو مسلکې زده کړو په برخه کې ګڼې ښځې روزلې دي.

د هلمند د ښځو چارو ریاست یوه استازې چې دغه ۳۰۰ غریبې ښځې يې د یوې سروې له لارې موندلې دي وايې پخوا تر دې د ښځو په نوم ورکول شوې مرستې سمې نه دي ویشل شوي.

کاملې اسماعیلي ازادۍ راډیو ته وویل د ډيرو ښځو مړونه مړه شوي دي، کورنۍ يې تر غاړې دي ځکه د دغو ښځو په ځان بسیاینه ضروري ده. ((هلمند یو جنګ ځپلی ولایت دی. ښځو يې دجګړو له امله ډیر غمونه لیدلي دي. ډیرو ښځو خپل د کورنیو مشران دلاسه ورکړي دي. ښځو خپل اولادونه دلاسه ورکړي دي. مړونه يې دلاسه ورکړي دي. اوس دوی ته دا ور زده کول کیږې چې څنګه دکرهڼې له لارې خپل اقتصاد پیاوړې کولی شې. که چیرې ددوی سره دمسلکې زده کړو دورکشاپونو مرسته وشې، کولی شې خپل اولادونو ته ډوډۍ برابره کړي.))

چارواکې وايي که پیل شوي پروګرام نتیجه ورکړه د ۳۰۰ څخه به يې لوی کړي او زرګونو نورو ښځو ته به هم د اقتصادي بسیانې دغه مرستې ورسوي. د جګړو او ناامنیو څخه اغېزمنو شویو ښځو سره دغه مرستې او په ځان د دوی بسیانې پروګرام داسي مهال پیل کیږي چې د بشر د حقونو خپلواک دفتر د مسئولینو په خبره ښځې د کورنیو ستونزو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالې تر څنګ په جګړو کې هم تر بل هر چا ډیره قربانې ورکړې ده.