شاته

د کندهار ښځینه سوداګرې نړیوال مارکیټ ته لاسرسی غواړي

په کندهار کې هغه مېرمنې چې لاسي صنایع جوړوي، وايي چې د دغه ولایت د ښځو ځانګړی سوداګریز مارکېټ دې د سیمې او نړۍ له مارکېټونو سره ونښلول شي تر څو تولیدات یې په کور دننه او بهر ښه بازار پیدا کړي.

عابده د کندهار ښار اوسیدونکې ده. دا په کور کې ښځینه جامې جوړوي او بیا یې د کندهار ښار په نوي ښځینه مارکېټ کې د خپلو لاسي توکو په دوکان کې پلوري. هغه وايي د ښځو د لاسي توکو او صنایعو د لا ښه بازار لپاره اړتیا ده چې دغه مارکېټ د نړۍ او سیمې له مارکېټونو سره ونښلول شي.

د کندهار د ښځو ځانګړي بازار سوداګره، عابده
د کندهار د ښځو ځانګړي بازار سوداګره، عابده

د عابدې په وینا د کندهار صنعتکارې مېرمنې دا وړتیا لري چې د بهرنیو مارکېتونو له اړتیا سره سم جامې او نور لاسي توکي چمتو کړي.

نوموړې وويل: ((زه غواړم چې دا مارکېټ په نړیواله سطحه پراختیا پیدا کړي که خلک له موږ څخه لاسي شیان واخلي دا به زموږ لپاره ډیره ګټه وکړي.))

رویا یوه بله میرمن چې د ښځو په ځانګړي مارکیټ کې د لاسي صنايعو لکه خامکي غاړو ، لاسي توکیو او ښځينه جامو دوکان لري. د رویا په خبره خامکي غاړي چې د کندهار مشهوره لاسي صنایع دي په وروستیو کې یې بازار سوړ شوې دی. هغه زیاتوي چې له دې امله ډېرې ښځې بې کاره شوې دي. ((زموږ غوښتنه داده چې دلته ټول دوکانونه فعال شې مثلا د ورزشي کلب څانګه، دیني مدرسه او د عصري زده کړو سنټر په دې سره به حتما مشتریان زیات شي.))

د نړيوال بازار نه شتون ځينې ښځې بې روزګاره کړې دي
رويا

بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر نصرالله ذهیر سره له دې چې دغه سوداګریز مارکیټ د یو ښه فرصت په توګه یادوي وايي ،مېرمني کولای شي د خپلو لاسي توکو او تولیداتو د پلور ددې ځانګړي ادرس له لارې د نړۍ مارکېټونو سره وصل شي.

هغه زیاته کړه: (( که دا مارکیټ د نړۍ د مارکیټو سره وصل شي د دوی مارکیټ ته به بازار پیدا شي دا خو تجارت دی او تجارت پر اړیکو ولاړ دی او د دوی د رسنیو او انټرنیټ په مرسته کولای شي خپل توکې نړۍ ته ور وښيي.))

په کندهار ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ شاوخوا یو کال مخکي د شاوخوا ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پرانیستل شو چې په خپله ښځو په کې پانګونه کړې ده.

د مېرمنو په دغه سوداګريز مارکيټ کې د ښځو د لاسي صنایعو خياطۍ او د لاسي توکیو د پلور د هټو تر څنګ د رسټورانټ او عصري زده کړو لپاره هم اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي.