شاته

بېروت کې د چاؤدنې وروسته مظاهرې، د لبنان حکومت استعفی ورکړې

د بېروت په بندر د چاؤدنې وروسته چې په لبنان کې احتجاجي مظاهرې پېل شوې وې د هغې له امله د لبنان حکومت استعفی ورکړې ده.

د حکومت د مستعفي کېدو اعلان وزيراعظم حساب دياب د ګل/ دوشنبې په شپه کړی دی.

د لبنان وزیراعظم ويلي د اولس سره ودريږي چې د بدلون دپاره په مبارزه کې شامل شي.

دياب په لبنان کې د نوؤ انتخاباتو په اړه څه نه دي ویلي او ملک ته ورپېښې مسلې يې د سياسي اشرافيه په غاړه اچولي دي.

تېره اوونۍ په بېروت کې په شوې زوروره چاؤدنه کې د 150 نه زیات کسان وژل شوي او د 6000 نه زيات ژوبل شوي وو.

راپورونه وايي د بېروت په بندر چاؤدنه په يو ګودام کې د اېمونيم نائټرېټ د دوه زره ټنه په ذخيره کې شوې وه.

له دغې وروسته په لبنان کې د معاشي بحران او حکومت لخوا د اصلاحاتو په ځای کولو کې د ناکامۍ وروسته روانې مظاهرې نورې تېزې شوې او په مظاهرو کې د حکومت نه د استعفی غوښتنه کېده.

په بېروت کې د چاؤدنو د پلټنو دپاره د امریکا په ګډون يو شمېر هېوادونو غوښتنه کړې وه چې د دغه زورورې چاؤنې دې بې طرفه رڼې پلټنې وشي.