شاته

ولسمشر غني د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاس لیک کړ

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني "د پوځ د منسوبینو د سزا د بخښنې او تخفیف او د پنځه زره طالب بندیانو په لست کې د شاملو کسانو د سزا د بخښولو په اړه" دوه ځانګړي فرمانونه لاس لیک کړل.

د افغانستان جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ اګست لسمه (زمري ۲۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې ښاغلي غني دغه فرمانونه "د افغانستان د اساسي قانون د ۶۰ مادې په ۱۸ فقرې کې د مندرج حکم له مخې او د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې" په اساس لاسلیک کړي دي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د اګست له اوومې نه تر نهمې نېټې پورې په کابل کې جوړه شوې وه، د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره حکومت ته د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو سپارښتنه وکړه.

جمهور رئیس غني د جرګې په وروستۍ ورځ ژمنه وکړه چې ددغو بندیانو د خوشې کولو فرمان به لاس لیک کړي.

د ارګ د اعلامیې له مخې په فرمان کې ویل شوي چې: "د پوځ د منسوبینو د سزا پاتې موده چې تر پنځه کاله بند محکوم شوي د جزایي اجرااتو د قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو په وړاندې د تاوتریخواتلي د منع د قانون د احکامو له مخې د هغوي د بند د پاتې مودې په پام کې نیولو پرته دې وبخښل شي او له بنده دې خوشې شي".

همداشان په فرمان کې راغلي چې د افغان پوځ د منسوبینو نقدي مجازات چې تر پنځه کالو بند باندې محکوم شوي هم وبخښل شي. اعلامیه زیاته کړې چې د فرمان تطبیق پر بخښل شویو کسانو باندې "د حق العبدي دعوا د مخنیوي" لامل نه کیږي.

مخکې لدې، د امریکا متحده ایالاتو د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په هکله د مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک او د جمهور رئیس غني د فیصلې هرکلی کړی و او هغه یې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره یو مهم ګام بللی و.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د اګست ۹مه (زمري ۱۹مه) د سولې په بهیر کې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خوښي ښودلې او په ټویټر کې یې لیکلي: "هیله لرم په راتلوونکو څو ورځو کې د بندیانو ازادول تکمیل شي، تر هغه وروسته به د اسلامي جمهوریت ټېم دوحې ته سفر وکړي او هلته بین الافغاني مذاکرات بېله ځنډه پیلېږي... طرفونه به داسې یو بهیر مخته یوسي څو په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د یوې سیاسي لارې نقشې او تلپاتې اوربند ټینګېدو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي."

طالبانو هم ویلي چې د دوی په پنځه زره کسیز لست کې د شاملو طالب بندیانو له خوشې کیدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

تمه ده چې د بین‌الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو په راتلونکو ورځو کې د قطر په مرکز دوحه پیل شي.