شاته

چین د امریکا د ټاکنو پر سیسټمونو انټرنټي بریدونه کړي دي - اوبراین 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار رابرټ اوبراین ویلي دي چې د چین دولت پورې اړوندو هکرانو د امریکا پر ټاکنیزو سیسټمونو د انټرنټي برید لپاره اقدام کړی دی.

اوبراین د یکشنبې په ورځ د سي بي اېس ټلویزیون (Face the Nation) خپرونې ته ویلي چې د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو له نږدې کېدو سره سم، د چین د لاسوهنو لمن پراخه شوې ده.

اوبراین زیاته کړه: "هغوي غواړي چې د ولسمشر [ټرمپ] ماتې وګوري. د روسیې او ایران په څېر چین هم زموږ انتخاباتي سېسټمونو باندې پر انټرنټي بریدونو او فېشینګ اقدام کړی دی".

اوبراین ویلي چې دوي هغو وېب پاڼو ته د لاسرسي لپاره د چینايي هکرانو کوښښونه څارلي چې د امریکا ټاکنې مدیریت کوي او د امریکایانو په اړه اطلاعات راټولوي.

اوبراین چین ته ګواښ کړی چې دا "یوه ريښتینې اندېښنه ده چې روسیې پورې نه محدودېږي. هر هغه هېواد چې زموږ په آزادو او منصفانه ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره هڅه وکړي له ډېرو شدیدو عواقبو سره به مخ شي".

د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په درئیمه ڼېته کېږي.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې ویلي دي چې "دښمنان" غواړي د ټاکنو د نوماندانو خصوصي مکالمو او ټاکنیزو سیسټمونو ته د لاسرسي له لارې، د نوامبر په ټاکنو کې مداخله وکړي.