شاته

د بېلاروس لانجمنې ټاکنې؛ لوکاشینکو د شپږمې دورې لپاره ولسمشر شو 

د بېلاروس د ټاکنو کمېسیون چارواکو د جمهوري ریاست د یکشنبې ورځې د ټاکنو ګټونکی، اوسنی «مستبد» ولسمشر الکساندر لوکاشینکو اعلان کړی دی.

چارواکو د دوشنبې په ورځ د (اګست ۱۰مه) د رایو د شمېرلو د بشپړېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ولسمشر لوکاشینکو ۸۰،۲۳ فیصده رایې ګټلي دي. سیاله یې مېرمن سافیتلانا تسیخانوسکیا وه چې ۹،۹ فیصده رایې ګټلي دي.

د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو ویلي چې د ټاکنو پر مهال د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ او ډب له کبله یو کس وژل شوی او ګڼ شمېر خلک ژوبل شوي دي. سلګونه کسان د امنیتي مامورینو لخوا نیول شوي دي.

د ګومل، ګوروډنو، وایتبېسک او برېست ښارونو په شمول د بېلاروس په ګڼو سیمو کې خلکو مظاهرې کړې دي او پولیسو یې په مقابل کې له اوښکې بهونکي ګازو څخه استفاده کړې ده.

د اوپوزېسیون پلویان ګمان کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده. دوي نن ماښام په پلازمینې مېنسک کې اعتراضیه غونډه رابللې ده.

د جرمني په شمول یو شمیر اروپایي هیوادونو هم پدغو ټاکنو کې د درغلیو رپوټونه ورکړي دي.

مېرمن تسیخانوسکیا د ټاکنو د پایلو د ردولو په ترڅ کې ویلي چې "موږ ګتلې، ځکه چې پر وېرې، بې تفاوتۍ او بې غرضۍ بریالي شوي یو".

له معترضینو سره د پولیسو له ناوړه چلند نه وروسته، مېرمن تسیخانوسکیا له ولسمشر لوکاشینکو څخه غوښتي چې واک پرېږدي.