شاته

امریکا له کروناوېروس سره د ټایوان مبارزه ستاېلې ده 

د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر الېکس آزر له کروناوېروس سره د ټایوان مبارزه ستایلې ده.

ښاغلی آزر د دوشنبې په ورځ (اګست ۱۰مه) د ټایوان له ولسمشرې تسې اېنګ وېن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې راڅرګند شو.

الېکس آزر مېرمن تسې ته په خطاب کې وویل: "د ویاړ ځای دی چې ټایوان ته د ولسمشر ټرمپ لخوا د قوي ملاتړ او ملګرتیا پیغام رسوم".

ددغه لوړپوړي امريکايي چارواکي سفر دا څرګندوي چې د امریکا حکومت غواړي د ټایوان له خپلواکې ټاپو سره د واشنګټڼ اړیکې لاپسې ټينګې کړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې "د ټایوان د سفر قانون" لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا او ټایوان ترمنځ د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ ته زمینه برابرېږي.

ټایوان له کروناوېروس سره بریالۍ مبارزه پیل کړې ده. دلته په ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۷ ته رسېږي او اوه کسان مړه شوي دي.

چین ټایوان ته د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو د وزیر پر سفر کلکه نیوکه کړې ده.

تر بل هر وخت اوس د امریکا او چین اړیکې ډېرې ترينګلې دي. ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې د چین د ټکنالوژۍ پر سترو کمپنیو (ټېک ټاک او وي چټ) چې په نړۍ کې په مېلیونونه کارونکي لري، د بندیز لګولو اعلان وکړ.

همدارنګه، د امریکا د خزانې وزارت د هانګ کانګ پر مشرې کري لام او په هانګ کانګ کې د چین د اړیکو د دفتر پر استازي بندیزونه لګولي دي.

د ټایوان او هانګ کانګ په شمول، امریکا او چین پر یو لړ موضوع ګانو د نظر اختلاف لري او کله ناکله پر یوه بل نیوکه کوي.

بیجینګ ژمنه کړې چې ټایوان به د خپلې خاورې برخه ګرځوي او حتي یې د پوځي یرغل ګواښ کړی دی.

د ۱۹۴۹ له کورنۍ جګړې نه وروسته، ټایوان او چین سره جلا شول.

چین په نړیواله ټولنه کې د ټایون د منزوي کولو لپاره هڅه کوي. چينايي چارواکو د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان په شورا کې د ټایوان پر ګډون اعتراض کړی دی.

ولسمشر تسې چې هڅه کوي ټایوان د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمېت وپېژندل شي د چین تازه اقدام غندلی دی. مېرمن تسې ویلي چې "سیاسي ملاحضات باید هېڅکله پر روغتیايي خدمتونو لومړېتوب ونه لري".