شاته

باجوړ: نامعلومه وسله والو يو پوليس عسکر وژلی

د خېبر پښتونخوا په باجوړ ضلعه کې د خالي په ماښام نامعلومه وسله والو يو پوليس سرتېری په ډزو وژلی او د هغه ورور يې ژوبل کړی دی، پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړې دي.

د باجوړ پوليسو ډيوه ته ويلي جهانګير نومې پوليس سرتېری سره د خپل ورور د ماموند تحصيل په بدان سيمه کې خپل کور ته روان ؤ چې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې او هغه په ځای مړ شوی.

د هغه ورور په ژوبل حالت کې د باجوړ روغتون ته وړل شوی او درملنه يې روانه ده. تر دې دمه د دغې پېښې پړه کوم وسله وال تنظيم نه دي منلي.

د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د تېرو څو مياشتو نه هدفي وژنې زياتې شوې او د مۍ په مياشت کې په عنايت کلي او ماموندو کې هم ځايي کسان د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا هدفي وژنې په باجوړ او شمالي وزيرستان کې زياتې کېږي.

د شمالي وزيرستان په دېګان سيمه کې دوه ورځې وړاندې هم د دوه کسانو مړي موندل شوي وو څوک چې په ډزو وژل شوي وو.

خبريال صفدر داوړ وايي په قبايلي ضلعو کې د پوځي عملياتو وروستو يو ځل بيا د وسله والو له خوا هدفي وژنې په زياتېدو دي.

نوموړی زياتوي:‌ "تحريک طالبان پاکستان يو ځل بيا رايوځای کېږي او کېدی شي په راتلونکي ورځو کې په دغه سيمو کې حالات نور هم خراب شي."

څېړونکي وايي په قبايلي ضلعو کې د پوليسو د تهاڼو شمېر کم دی، د پوليسو ګاډي هم کم دي، نوې ټېکنالوجي او د نوي دور سره سمه وسله هم نه لري چې د ترهګرۍ ضد پېښو مقابله وکړي.

خو حکومتي چارواکي بيا ادعا کوي چې ۲۹زره خاصه دار يې په پوليسو کې ضم کړي دي او دوي ته به نوی تربيت ورکول کېږي.