شاته

د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کیدل د افغان سولې لپاره څه معنی لري؟‌

په افغانستان کې د سولې مشاورتي جرګې د اتوار / یکشنبې په ورځ صدر اشرف غني ته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو اجازه ورکولو او د ولسمشر اشرف غني لخوا د دغې فیصلې د منلو د اعلان وروسته راېټرز خبري ادارې په یو رپورټ کې لیکلي دغه ګام د بین الافغاني خبرو اترو لار هواره کړې.

خبري ادارې لیکي چې د یادو ۴۰۰ بندي طالبانو د خوشي کیدو وروسته د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې پاې ته د رسیدو لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځه د سولې بین الافغاني خبرو اترو کې ولاړ ټول خنډان د منځه لاړل او تمه ده راروانه اونۍ د طالبانو او افغان حکومتي ډلې تر منځه په دوحه کې د خبرو اترو لومړی پړاو پېل شي.

د صدر اشرف غني لخوا اعلان شوي دغه ۴۰۰ طالب بندیان په هغو ۵۰۰۰ بندیانو کې شامل وو چې طالبانو یې د امریکا سره د لوظنامې په وخت د خوشي کیدلو غوښتنه کړې وه. د افغان حکومت او طالبانو تر منځه د سولې پروسې ځیني مهمې خبرې څه په دې ډول دي.

بندیان ولې خوشي کیږي؟

د فرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکا او افغان طالبانو تر منځه د قطر په سرښار دوحه کې یوه لوظنامه لاس لیک شوه،‌ چې تر مخه به یې امریکا د افغانستان نه په راتلونکې ۱۴ میاشتو کې خپل عسکر وباسي او د دغې به بدل کې طالبانو امریکا ته په افغانستان کې د امنیت ضمانت او د افغان حکومت سره نیغ په نیغه د خبرو شورو کولو باور ورکړو.

د امریکا او افغان طالبانو تر منځه په دوحه کې شوې لوظنامه
د امریکا او افغان طالبانو تر منځه په دوحه کې شوې لوظنامه

په لوظنامه کې دا هم وېل شوي چې افغان حکومت به د طالبانو په ولقه کې بندي ۱۰۰۰ حکومتي عسکرو په بدل کې تر ۵۰۰۰ پورې طالب بندیان خوشي کوي.‌ د فرورۍ د ۲۹مې د لوظنامې تر مخه د بندیانو د ازادولو دغه پروسه به د مارچ میاشتې ۱۰مې نېټې پورې سر ته رسیدله خو څو وارې د ځنډ ښکار شوه.

د بندیانو خوشي کول ولې وځنډیدل؟

د افغان حکومت او طالبانو تر منځه د بندیانو د خوشي کولو پروسه د افغان حکومت او طالبانو تر منځه د ځینو اختلافونو او د صدر اشرف غني او د هغه لوې مخالفه سیاسي مشر عبدالله عبدالله تر منځه د سیاسي اختلافونو له سببه ځنډیدلې وه.

طالبانو ویل چې دوي په څو مرحلو کې ۱۰۰۰ حکومتي بندیان خوشي کړي، خو افغان حکومت بیا د ۴۶۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو وروسته د نورو طالبانو د خوشي کولو پروسه ودروله.

افغان حکومت دعوه کوله چې دغه ۴۰۰ سخت دریځه طالب بندیان په افغانستان کې په لویو او خونړیو بریدونو کې لاس لري. سره د دې افغان حکومت په هیواد کې د طالبانو په بریدونو کې د زیاتوالي یادونه کوله او وېل یې چې طالبان باېد د سولې خبرو اترو وړاندې په تشدد کې کمی راولي.

خو افغان طالبانو بیا وېل د سولې خبرې به د ټولو طالب بندیانو د خوشي کولو وروسته شورو کوي او د بین الافغاني خبرو اترو د پېلدو وروسته به ډزبندي کوي.

امریکا بیا د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لارې په افغان حکومت د پاتې طالب بندیانو د خوشی کولو لپاره فشار سېوا کړو.

وړاندې به څه کیږي؟‌

د اتوار/ یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني اعلان وکړو چې د لوې جرګې د وړاندیز وروسته به دغه ۴۰۰ طالب بندیان خوشي‌ کوي. نوموړي ویلي، طالبان به د بندیانو د خوشي کیدو وروسته په دریو ورځو کې دننه خبرو اترو ته کښیني.

یو شمیر خارجي عسکرو راېټرز خبري ادارې ته ویلي،‌ تمه لري چې په یوه اونۍ کې دننه به دغه خبرې اترې پېل شي.

صدر اشرف غني په طالبانو دا غږ هم کړی چې د سولې خبرو اترو تر څنګ دې په افغانستان کې هر اړخیزه ډزبندي عملي کړي.‌ خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه چې ایا دا کار به وشي او یا دا چې طالبان به د تشدد کمولو ژمنه وکړي او که نه.

افغان چارواکو ویلي په نژدیو ورځو کې په افغانستان کې تشدد د خبرو اترو کامیابۍ لپاره پکار باور کم کړی.‌

د افغان طالبانو او افغان حکومت لخوا ټاکل شوې کمېټۍ تر منځه لومړۍ خبرې به په دوحه کې ترسره کیږي. تمه ده د دغه خبرو لومړی پړاو به اداري وي چې د نورو خبرو اترو او د سولې یوې مکملې لوظنامې لپاره به لاره هواره کړي.‌

د بین الافغاني خبرو اترو د پېلیدو سره سم به امریکا د افغانستان نه خپلو عسکرو ویستلو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د سولې مشاورتي جرګې وړاندې د امریکا د دفاع سېکتر مارک اېسپر په یوه مرکه کې ویلي، د نومبر میاشتې اخیره پورې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره ۵۰۰۰ ته راکموي.‌