شاته

نړېوالو لبنان ته د قریب درې سوه میلینه ډالرو مرستې وعده وکړه - فرانس

د فرانس د صدر اېمانوېل مکرون دفتر وایي، د مرستندویه هېوادونو (ډونرانو) په یوه بېړنۍ غونډه کې چې د اتوار-یکشبنې په ورځ، په آنلاین ډول او د فرانس د صدر په غوښتنه جوړه شوه، د ځواکمنو ملکونو مشرانو وعده وکړه چې لبنان کې د تېرې هفتې د چاودنې له امله زیانمنو شویو خلکو ته به د شاوخوا ۲۵۳ میلینه یورو (۲۹۸ میلینه ډالره) فوري بشري مرسته کوي.

د صدر مکرون دفتر په یو بیان کې ویلي چې د فوري مرستو دا وعدې به په لبنان کې د سیاسي اصلاحاتو یا د نظام د اصلاحاتو په کوم شرط پورې تړلي نه وي، خو دا وعدې هم ورکړل شوې چې که د لبنان چارواکي اصلاحات راولي، نو په اوږدمهال کې به د لبنان سره نورې مرستې هم وشي.

په هغې آنلاین غونډې کې چې د فرانس د صدر اېمانویل مکرون په غوښتنه جوړه شوې وه، د نړۍ د یو شمېر ملکونو مشرانو وویل،"دا مرسته باید په وخت وشي، کافي وي، او د لبناني خلکو د غوښتنو سره اړخ ولګوي... او په ډېر قابلیت او شفافیت سره، نېغ په نېغه د لبنان خلکو ته ورسول شي."

د نړۍ ځواکمنو هېوادونو د دې مرستې د رسولو د طریقې په روڼتیا ټینګار وکړ، او دا چې که مرسته د لبنان حکومت ته ورکړل شي، په دې یې فکرمندي وښوده، ځکه چې د لبنان حکومت د زیاترو لبنانیانو په نظر کې یو مفسد حکومت دی. هغوی همدا راز په دې هم فکرمند و چې د حزب الله شیعه ډلې له طریقه ایران په لبنان کې اثر رسوخ لري.

دا چاودنه د نهې-سې شنبې په ورځ وشوه او زیاته سیمه یې ورانه کړله
دا چاودنه د نهې-سې شنبې په ورځ وشوه او زیاته سیمه یې ورانه کړله

د فرانس صدر اېمانویل مکرون چې پخپله یې د زیارت په ورځ د لبنان سرښار بېروت ته هم تللی و، د مشرانو د آنلاین غونډې په پرانیسته کې وویل چې په غونډه کې شامل ملکونه باید د لبنان خلکو ته د مرستې په خاطر خپل منځ کې اختلافات یوې خوا ته پرېږدي، او بل دا چې لبنانیانو ته دې نړېوالې مرستې د ملګرو ملتونو د طریقه وشي.

د نړۍ مشران، چې په هغو کې د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ هم شامل و، په بېروت کې د چاودنې په اړه د بېطرفه، معتبره، او خپلواکه پلټنو غږ وکړ. دا ستره چاودنه تېره هفته د لبنان په بېروت ښار کې وشوه چې له امله یې کم از کم ۱۵۸ تنه مړه او شاوخوا شپږ زره کسان زخمیان شول.

ځینو قهرېدلو لبنانیانو د سیاسي مشرانو د ګوښه کولو په خاطر د انقلاب او پاڅون غږ اوچت کړی دی.

په لبنان کې قهریدلي مظاهره کوونکي
په لبنان کې قهریدلي مظاهره کوونکي

وایټ هاوس وایي، صدر ټرمپ "په لبنان کې د آرامۍ غوښتنه وکړه او د شفافیت، اصلاحاتو، او احتساب دپاره د سوله ییزو مظاهره چیانو قانوني غوښتنې یې وستایلې."

د تازه مرستو د وعدې نه علاوه، د صدر ټرمپ په دستور امریکې لبنان ته فوري مرستې هم لېږلي دي، چې په سر کې خوراکي مواد، اوبه، او طبي وسایل یې لبنان ته ورسول. د دې ترڅنګ، امریکا وعده کړې چې لبنان ته د دغې حادثې له کبله، څه باندې اوولس (۱۷) میلینه ډالره مرسته هم وکړي.

په بېروت کې د تېرې هفتې سترې چاودنې، د پېښې ټوله ګردچاپېره سیمه ورانه کړې، دوه نیم لکه کسان یې بې کوره کړي، کاروبارونه یې ویجاړ کړي، او د غنمو اهمې ذخېرې یې هم له منځه وړي دي.

د بېروت په بیا جوړولو ممکن څو بلینه ډالره ولګیږي. اقتصادپوهان پیشبیني کوي چې د دې چاودنې له امله نقاصانات به د لبنان اقتصادي پیداوار تر ۲۵ فیصده راټیټ کړي.