شاته

خېبر پښتونخوا کې د حفاظتي ګامونو تر څنګ د سېلګرۍ سیمې د سبا نه پرانستل کیږي 

د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت په ایالت کې په کرونا وبا کې د کمۍ راتلو سره په صوبه کې د سېلګرۍ او د لوبو ځايونو د ګل/ دوشنبې د ورځې نه د پرانستلو فېصله کړې ده.

په دې اړه د صوبايي حکومت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ګرده صوبه کې به د سېل ځايونه او د لوبو مېدانونه پرانستل کیږي خو د کرونا وبا نه د ځان خوندي ساتنې لپاره د وړاندې نه جاري شوو سپارښتنو یا اېس او پیز باندې عمل لازمي وي.‌

پېښور کې د سېلګرۍ او کلتوري هلو ځلو لپاره کار کونکي يو غېر دولتي ادارې کسب ګر مشر محمد شفيق که یو خوا د حکومت دغه ګام ستايي خو خبرداری هم ورکوي چې سېلانیانو له د کرونا وبا نه د ځان ساتنې لپاره حکومتي سپارښتنې په پام کې ساتل پکار دي.

" زما په خيال دا يو ښه اقدام دی، خو خبره دا ده چې د دې د پاره کوم اېس او پيز ټاکلی شوي لکه د ماسک اچول،‌ لاسونه وينځل او سېنېټايزر استعمالول. که خلک په دې اېس او پيز عمل وکړي نو سېلګري پرانستل ډېره ښه خبره ده. او چې کوم هم سېلانيان سېل ته ځي نو پکار ده چې د هغوي په ذهن کې وي چې کرونا لا ختمه نه ده، نو پکار نه ده چې اېس او پيز مونږ د پامه وغورځوو."

د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ، کلتور، لوبو او د اثار قديمه د محکمې د نوټيفيکېشن تر مخه د سبا نه به د لوبو مېدانونه کې د لوبو اجازت وي خو د کتونکو يا د تماشبينو دغلته تلو باندې به بندېز هم هغه شان پرځاې وي. او د لوبو د مقابلو او د ټرېننګ په وخت به په لوبغاړو باندې يو بل سره مناسبه فاصله ساتل لازمي وي. د لوبغاړو تر مينځه د دغه فاصلې حفاظتي ګام له وجې باکسنګ، کبډي او رېسلنګ غوندې لوبو باندې بندېز اوس هم په ځای ساتل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د سېل ځايونو سره سره ثقافتي او تاريخي ځايونه او عجائب ګرې به هم دسبا نه بيا پرانستل کيږي. د خېبر پښتونخوا د اثار قديمه او عجائب ګر محکمې ډايرېکټر ډاکټر عبدالصمد وایي د کرونا وبا نه مخکې دوي د ثقافتي سېلګرۍ د پاره هلې ځلې کولې او ډېرو بهرني سيلانيانو پاکستان ته راتګ هم پېل کړی وو. خو نوموړی زیاتوي د کرونا وبا له امله دغه ثقافتي سېلګرۍ ته ډېر زيان رسېدلی او مونږ به اوس بيا دغه هڅې پېل کوو خو وايي دا به اسانه نه وي.

" د کرونا وبا د لاسه د ټولو زیات زیان اثار قديمه ته رسیدلی ولې چې مونږه په خېبر پښټونخوا کښې مذهبي سېلګري پېل کړې وه. او د ټولې نړۍ نه د خلکو راتلل شروع شوي وو.‌ دغه سېلګري د کوېډ له وجې خرابه شوه.‌ اوس يې چې بېرته پېل کوو نو خامخا ډېرې ستونزې به وي. ځکه چې نړيوال هوائي سفرونه هغه شان نه دي شروع شوي، او هر ځای کې لاک ډاون کې نرمي راغلې ده خو لا ختمه نه ده."

ډاکټر صمد وايي مخکې چې مونږ څومره هڅې کړې وې د سېلګرۍ د پاره اوس به د هغې نه زيات محنت پکار وي، او وخت به پرې هم ډېر لګي، چې د خلکو هغه اعتماد بیرته پرځاې شي او هغه ترتيب شروع شي.

په تېرو څلورو مياشتو کې کرونا وبا د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ شعبې ته ډېر زيات زيان رسولی دی خو د دغه زيان او راپېښو ستونزو نه پرته صوبايي حکومت يو ځل بيا سېلانيانو ته هرکلی وايي.