شاته

پښتو ژبه کې د قوالي جوړښت او پېدایښت

د تصوفي ادب او موسیقۍ دا خوږ صنف قوالي نومېږي، د ساز او سرود له پردو سره یوځای دغه عرفاني شاعري یوازې د حقیقي محبوب مینې ته ځانګړې ده چې په اریايي اقوامو کې یې مینوال زیات دي.

داسې ویل کېږي چې د حقیقي مینې په رنګ، رنګ شوې دا موسیقي په لومړي ځل په افغانستان کې ویل شوې ده چې له هغې وروسته یې بیا یو شمېر نورو سیمو ته سرایت کړی دی.

د صوفیانه کلام دا موسیقي معمولاً په ګډه ويل كېږي. د كورس ډلې ته دوه داسې غږونه انتخابېږي چې يو نری او تېز وي او بل یې دروند او لوړ وي چې په ډېر سوز او ګداز سره یې وړاندې کوي.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب