شاته

د جاپان پر هیروشیما د اټومي بم د استعمال ۷۵ کلیزه

د نړۍ د لومړي اټومي بم څخه ژوندي پاتې شوي کسان یو ځل بیا د پنجشنبې په ورځ اګست ۶ ( زمري ۱۶) د جاپان په هیروشیما کې راغونډ شول او د هغه برید د ۷۵ کلیزې یاده غونډه یې جوړه کړه.

کم شمیر کسان د هیروشیما د سولې د یاد په پارک کې د سهار په ۸:۱۵ دقیقې راغونډ شول، په هغه ځای کې یې یوه دقیقه کې چوپتیا غوره کړه چې دقیقا په هماغه وخت د امریکا یوې جنګي الوتکي ۷۵ کاله مخکې اتومي بم واچاوه، ۱۴۰ زره کسان یې ووژل او ټول ښار یې ویجاړ کړل.

د نورو وختونو خلاف، د کروناویروس د خپریدو له امله په مراسمو کې یوازې د هغې پيښې څخه ژوندیو پاتې شویو کسانو، د هغوی د کورنۍ غړو او یو شمیر چارواکو برخه اخیستې وه.

د جاپان لومړي وزیر شنزو آبه له اټوي وسلو څخه د پاکې نړۍ په اړه د جاپان په تعهداتو ټینګار وکړ او ویې ویل هیواد به یې د نړۍ د اټم لرونکو هیوادونو ترمنځ د یوه پله په توګه رول ولوبوي څو پر یوه عمومي توافق هوکړه وشي.

د هیروشیما له اټومي بم درې ورځې وروسته ، امریکا بل اټومي بم د هغه هیواد په ناګاساکي ښار واچاوه چې له امله یې څه باندې ۷۰ زره کسان ووژل شو.

دویم بم ددې لامل شو چې جاپان بې له قید او شرط څخه متحدو ځواکونو ته تسلیم شي، دویمه نړیواله جګړه ختمه شي او په آسیا کې د جاپان د نیمې بیړۍ پرخاشګري پای ته ورسیږي.