شاته

د پاکستان نوې سیاسي نقشې ته د هند او د ځینو سیاستمدارنو غبرګون

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هیواد په نوې اعلان شوې سیاسي نقشې کې د هند د ولقی لاندی کشمیر د پاکستان برخه ښودلې خو هند دغه داسې هڅې بې منطقه بللي. په نوې سیاسي نقشه کې پخوانۍ فاټا د خیبر پښتونخوا صوبه کې ښودل شوې ده.

د پاکستان د حکومت رسمي ټویټر کې ورکړل شوی نوې سیاسي نقشه کې د هندوستان تر کنټرول لاندی کشمیر د لانجمنې سیمې په توګه یاد شوی او وایي چې د یادی سمیې فیصله به د ملګرو ملتونو د قرارداد ترمخه کېږي.

هندوستان ټاېمز ورځپاڼې د ‌رپوټ ترمخه د هندوستان خارجه وزارت د پاکستان نوي نقشه رد کړی. وزارت په مختصر بیان کې ویلي د هندوستان په ګجرات ریاست، د جمو، کشمیر او لداخ په علاقو د پاکستان د ملکیت دعوې په سیاسي توګه بې منطقه او لاحاصله دي.د هند خارجه وزارت وویل د پاکستان د "خندا وړ" دعوې نه خو قانوني حېثیت او نه په نړیواله کچه کوم ځای نیسي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د نوې نقشې په اړه مطبوعاتو ته وویل چې په دې کې د سیاچین غرنۍ سیمه د پاکستان برخه ټاکل شوي ده.

د دواړو ملکونو ترمنځ د سر کریک سرحدي علاقي په اړه شاه محمود قرېشي وویل په دغه علاقه کې د پاکستان پوله د شرق لوري ته ده او د هندوستان سرحد مغرب لورې ته نه دی غځیدلی.

د رېډیو پاکستان ترمخه وزیراعظم عمران خان چې کومه نوې سیاسي نقشه وړاندې کړه دا د نهې، سه شنبې، په ورځ وفاقي کابېنې ته وړاندې کړی شوي وه او کابېنې منظوره کړه.

وزیراعظم عمران خان په سرکاري ټي وي ددې د باقاعده اعلان په وخت وویل چې نوې نقشه د پاکستان د اولس د جذباتو ترجماني او د کشمیري اولس د اصولي دریځ حمایت کوي.

د وزیراعظم عمران د دغه فیصلې ته په خپل غبرګون کې د اپوزیشن یو ستر ګوند مسلم لیګ (ن) سیکټري جنرل او د قامي اسمبلۍ غړي احسن اقبال په خپل ټویټر لیکلي چې په پاکستان باندې دا څنګه حکمرانان ورتپلي شوي دي؟ کشمیر خو تل د پاکستان د نقشې سره ښودلی شوې، دوی د نور څه کولو توان نه لري نو اولس په نقشو دهوکه کوي.


د اپوزیشن یو بل ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ سره تعلق لرونکی او پخواني سینټر فرحت الله بابر هم په دغه فیصله نیوکې کړي او په خپل یو ټویټ کې لیکلي:

"پوځانو په کشمیر جنګونه کړي، مجاهدین وراستول شوي ، اټمي وسلې ښودل شوې ، سندرې جوړې کړل شوی او په کاغذ نقشه بیا راښکلې شوه. که چیرې سري نگر د نقشه په بیا راښکلې کولو سره فتح کولائ شئ ، نو ولې بیا نوي ډیلي نه فتح کوی؟ د اصولي دریځ زیانمنول دي چې فیصله باید د کشمیریانو لخوا وي ".


که څه هم د مسلم لیګ او د پیپلز پارټۍ دغه مشرانو د عمران خان په دغه فیصله نیوکې کړي خو وزیر اعظم عمران خان ویلي چې د پاکستان نوې سیاسي نقشې ته د هېواد د ټول سیاسي قیادت مرسته ترلاسه ده. د مسلم لیګ او پیلپز پارټۍ ځینې مشران د پاکستان نوي سیاسي نقشه د وړاندې کیدو په دستوره کې موجود وو. تر اوسه ملومه نه ده چې ددغه ګوندونو د عمران خان ددغه فیصلې په اړه دریځ څه دی.

سیاستوال افراسیاب خټک په خپل ټوېټر پیغام کې لیکلي چې کشمیر د املاکو یوه ټوټه نه ده چې په ځمکو د قبضه کوونکو لخوا نیول کیږي. دا په میلینونو خلکو پورې اړه لري، څوک چې حق لري چې د خپل برخلیک په کوم ځای کې چې دوی غواړي فیصله یې وکړي.

د پاکستان د چارو کارپوهان وايي چې د نوې نقشې د لارې عمران خان خپله مایوسي لرې کول غواړي چې خلکو ته ووايي څه خو یې وکړل او بله دا چې چین به ورته هم ښه ووايي.

وزیراعظم عمران خان د نوې نقشې اعلانولو په وخت وویل چې دا ګام د هند د تېرکال پنځم اګست د پورته کړی شوي غېر قانوني ګام نفي کوي.

د هند تېرکال د ملکي آئین ارټیکل ۳۷۰ کې د بدلون د لارې د خپل انتظام لاندې کشمیر او د چین پولې ته نزدې لداخ سیمو انتظامي حېثیت بدل کړی و او دغه سیمو ته یې د هند د مرکزي حکومت واک غزولی وو.

عمران خان وویل دا نوې سیاسي نقشه به اوس په سکولونو کې ماشومانو ته په درسونو کې هم ښودل کېږي او ملګرو ملتونو ته به یې هم وړاندې کوي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي وویل چې د پاکستان دا نوې نقشه دراصل د هندوستان هغه دعوو ته ځواب ویلې شوې چې وايي د کشمیر ټولې برخې او لداخ د هند برخه ده.

قرېشي وویل ددوی دریځ اوس هم دا دی چې ددې سیمو دمستقبل فېصله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا کې وکړی شي.