شاته

لبنان: په بیروت کې زورورې چاودنې کې لسګونه مړه ، په زرګونو ژوبل

د نهې په ورځ د لبنان پایه تخت بیروت په ساحلي سیمه کې یوې زورورې چاودنې کې لږ تر لږه 60 کسان وژل شوي او خواوشا 2,500 خلک ټپیان شوي دي. د سور صليب یو چارواکي دغه چاودنه یو"لوی ناورین" ګرځولی دی.

د بندر یا پورټ زیاته برخه ویجاړه شوېاو د لبنان په پایه تخت کې زیاتو ودانېو او ګادو ته ډیر زیان رسیدلې دی.

د چاودنې څو ساعته وروسته یمبولانسونو د چاودنې سیمې نه ټپیان وړول.

تر اوسه د چاودنې اصلي لامل معلوم نه دی.

د لبنان یوه ځایي ټیلي ویژن ویلي چې چارواکي شک لري چې په بندر کې زیات چاودیدونکي ایمونیم نایټریټ کاورل کبدای شي.خلکو رپوټ ورکړی چې د چاودنې په ځای کې د نارنجي رنګ ته وریځې لیدل شوې، ماهرین وايي چې دا ډول وريځې معمولا د نایټریټ چاودنو له کبله وي.

یوه اسرایلي چارواکي سمدستي وویل چې اسراییل د چاودنې سره هیڅ تعلق نه لري. د اسرایل او لبنان تر منځ اړیکې ترینګلې دي ځکه چې په لبنان کې میشته ترهګر ډله حزب الله د اسرایل سره په جنوبي پوله پرته دی.

د لبنان وزیر اعظم حسان دیاب د شورو ورځ د ماتم ورځې په توګه اعلان کړی.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ ته د نهې په ورځ د چاودنې په اړه معلومات ورکړل شوي دي او دا چې امریکا د لبنان خلکو لپاره دعا کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه بیان کې ویلي: "زه غواړم ټولو هغو کسانو سره خپله ژوره خواشیني وړاندې کړم چې نن د بیروت په بندر کې د لویې چاودنې له کبله زیانمن شوي دي. موږ له نږدې کتنه کوو او تیار یو چې د لبنان د خلکو سره مرسته وکړو ترڅو چې دوی د دې غمیزې څخه روغیږي. "

عیني شاهدانو ویلي چې د نهې په ورځ دغه ناورین د یو شمېر کوچني چاودنو سره پیل شو چې ملومېده چې پټاخې دي او وروسته بیا یوه درنه چاودنه وشوه .