شاته

د طالبانو او داعشیانو په شمول سلګونه زندانیان د ننګرهار له محبس نه تښتېدلي 

په افغانستان کې امنیتي چارواکي وايې چې د ننګرهار پر محبس د برید له کبله د طالبانو او داعشیانو په شمول، سلګونه زندانیان تښتېدلي دي.

دغو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط د سه شنبې په ورځ، اګست ۴مه (زمري ۱۴) امریکا غږ ته ویلي چې لږترلږه دوه سوه زندانیان چې نږدې سل تنه یې طالب او داعش جنګیالي دي، له زندان نه تښتېدلي دي.

یوه بل امنیتي مقام د فرانس پرس خبري آژانس ته د تښتېدلو زندانیانو شمېر ۲۷۰ ښودلی او ویلي دي چې ددغو کسانو د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د حملې په ترڅ کې برید کوونکو محبس کې څلور دېوالونه سوري کړي دي او زندانیانو ته یې د تېښتې لاره خلاصه کړې ده.

محبس ته څېرمه د یو مارکېټ دوکانداران وايي چې امنيتي کمرې یې تري تم دي او څرګنده نده چې بریدکونکو وړې که حکومتي پوځیانو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته ویلي چې یو ډېر شمېر زندانیان بېرته نیول شوي او ښايي ۱۰۰ تنه تښتېدلې وي.

د ننګرهار پر محبس د برید مسؤلیت داعش منلی دی. دغې ډلې ویلي چې په برید کې د افغانستان په شمول، د تاجکستان، هند، او پاکستان ۱۱ اتباعو برخه درلوده.

چارواکو ویلي چې برید د داعش د استخباراتو د مسؤل اسدالله اورکزي لخوا پلان شوی و. اورکزی د شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ادارې لخوا ونیول شو.

د ننګرهار پر محبس د برید له کبله شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول او ۵۰ تنه ټپیان شول.