شاته

کشمیر دپاره دپاکستان دپوځ په سندره په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوی

دپاکستان دپوځ په مرسته دکشمیر په اړه جوړې کړل شوې سندرې په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه راپارولي اؤ په پوځ اؤ حکومت نیوکې روانې دي چې په سفارتي مخاذ دکشمیر دشخړې دهواري کې له ناکامه کیدو ووسته اوس دسندرو دلارې غواړي دهند نه کشمیر وګټي‌.

دمدني ټولنې دفعالینو اؤ سیاسي مشرانو ترڅنګ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر پخواني ویاند اؤ په نوي ډیلي کې دپاکستان پخوانی هائي کمشنر عبدالباسط هم په سندرو دکشمیر شخړه هوارول یو بې ګټې اؤ داندېښنې وړعمل بللی دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان دپوځ لخوا دکشمیر په اړوند په اردو ژبه جوړه شوې یوه سندره نندارې ته وړاندې کړل شوې چې په هغې کې دکشمیري کردار په ژبه هندي ځواکونو ته ویل کیږي چې “کشمیر نه اوځئ”

دغه سندره دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یوټیوب چینل نندارې ته وړاندې کړې اؤ اوس دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې عائشه فاروقي هم ددې سندرې لنک پخپله ټوئټر پاڼه خپور کړی اؤ ورته یې لیکلي چې دا سندره دکشمیر ولس ته دیو ځانګړي درناوي وړاندې کولو په موخه جوړه کړل شوې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر پخواني ویاند اؤ په نوي ډیلي کې دپاکستان پخواني هائي کمشنر عبدالباسط د عائشه فاروقي په دغه ټوئټ خپل غبرګون کې په ټوئټر لیکلي “د ټويټر او سندرو nسفارت کاري نوره پریږدئ،په دې به هيڅ ترلاسه نه شي خو تاسو به ورسره نور مطمئن شئ او دا دپریشانۍ وړ څه دي”

تیرکال په پینځم اګست هند دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی ؤ اؤ دپاکستان پوځ اوس دا سندره دپینځم اګست نه وړاندې په دوئم اګست نندارې ته وړاندې کړې ده

دپاکستان پوځ هم په ټوئټر ددې سندرې لینک خپور کړی اؤ ورته یې لیکلي چې دا دکشمیري ولس مبارزې ته درناوي په توګه وړاندې کړل شوه.

دپاکستاني پوځ دتګلارو سختې ناقدې اؤ دمدني ټولنې وتلې فعالې ګل بخاري‌ په ټوئټر لیکلي اصلي پوځونه په هیوادونو قبضې کوي خو زمونږ پوځ پخپل هیواد اؤ ولس حکومت کوي.

هغې داختر په شپه دچمن اؤ سپین بولدک په پوله دپاکستاني میلشې لخوا ډزو کې د وژل شوؤ بېګناه خلکو وژنې ته په اشارې ویلي چمن کې یې څومره ماشومان په ګولیو غلبیل کړل اؤ سندره یې دکشمیر دماشومانو دپاره جوړه کړه.

دپاکستان د ټي وي ډرامو اؤسټیج وتلي ټوقمار عمر شریف هم په ټوئټر لیکلي که جنګونه دسندرو ،سازونو اؤ چوپتیا دلارې کولی شي نو بیا هند سره سندرغاړي اؤ موسیقاران زمونږ نه زیات دي اؤ کاڼه به هم به هم ورسره زمونږ په پرتله سیوا وي.

خو په سوشل میډیا ددې نیوکو په ځواب کې دپاکستان دحکومت یو مرکزي وزیر چوهدري فواد په ټوئټر لیکلي چې "دمبارزې څو اړخونه وي ، مونږ دکشمیر دپاره درې جګړې هم کړي دي،بې شمیره خلکو مو خپلې وینې توئ کړي دي خو موخو ته درسیدو په غرض تګلارې جوړول کیږي"

په دې سندره دانصار عباسي په نوم دیو پاکستاني خبریال نیوکې ته په ځواب کې چوهدري فواد هغه ته په ټویټر جواب ورکړی چې "که دڅلورو ټکو لیکلو ته راغلې نو د "دګلو" پځائ دمثبت لیکلو هڅه وکړه ته هم دمبارزې برخه یې"

دپاکستان پوځ تر دې وړاندې هم وخت په وخت دکشمیر په موضوع سندرې،ډرامې اؤ فلمونه جوړ کړي چې په هغې په میډیا اؤ سوشل میډیا خبریالانو اؤ څېړنکارو نیوکې کړي دي.

زیاتره بحثونو کې پاکستاني څېړنکاران په حکومت ټینګار کوي چې دکشمیر مسله باید هند سره دسندرو دلارې نه بلکې د ډپلوماسۍ دلارې هواره کړي.

همدغه شان په کال ۲۰۱۴م کې چې کله پېښور کې په ارمي پبلک سکول دترهګرو لخوا شوي برید کې تر۱۵۰ؤ زیات ماشومان ووژل شول دهغې وروسته هم دپاکستان پوځ یوه سندره جوړه کړې وه چې پکې یې ویلي وؤ "مونږ به ددښمن ماشومانو ته زده کړې ورکوؤ"

ددغه سندرې د ریلیز کیدو نه وروسته هم په پوځ په سوشل میډیا سختې نیوکې شوې وې چې دترهګرو په ضد باید سندرو ته دمټو رابډ وهلو پځائ جګړې ته مټې رابډ وهي.

دپاکستان ترڅنګ هند کې هم دکشمیر په موضوع یو شمیر فلمونه اؤ ډرامې جوړې شوي چې هدف یې نړۍ ته دا ښودل دي چې ګنې پاکستان په هند کې لاسوهنه کوي