شاته

سپریم کورټ:دپېښور په ارمي پبلک سکول دبرید ذمه وار کسان به نه پرېښودل کیږي

دپېښور په ارمي پبلک سکول دشوي برید دقضیې اوریدنه دپاکستان په سپریم کورټ کې شوې ده اؤ دسپریم کورټ مشر قاضي ښاغلي ګلزار احمد په دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو میندو اؤ پلرونو ته باور ورکړی چې محکمه به ددې پېښې مسول کسان نه پریږدي

خو په دغه پېښه کې د وژل شوي یو ماشوم پلار اؤ دپېښور هائیکورټ وکیل ښاغلی فضل خان وایي هغوئ سره وخت په وخت پوځ اؤ حکومتونو ژمني کړي چې انصاف به ورکړل کیږی خو تر اوسه ورته هیچا انصاف نه دی ورکړی.

فضل خان وایي دنهې په ورځ سپریم کورټ کې دقضیې اوریدنې په مهال دپېښور ارمي پبلک سکول په پېښه کې دوژل شوؤ شلګونو ماشومانو میندې اؤ پلرونه هم محکمې ته ورغونډ شوي وؤ اؤ سپریم کورټ ته یې په ژړا ویلي چې دهغوئ‌ دماشومانو د وینو سره باید انصاف وکړل شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې فضل خان ایډوکیټ ویلي دقضیې اوریدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي ګلزار احمد اؤ قاضي اعجازالاحسن ته دای پي ایس په پېښه دجوړ شوي کمیشن د پلټنو راپور هم وړاندې کړل شوی.

هغه وایي د وژل شوؤ ماشومانو میندو اؤ پلرونو سپریم کورټ ته ویلي چې دپېښور دترهګریز برید قابو شپږ کاله پوره شول خو تراوسه دا معلومه نه کړل شوه چې ددې برید تر شا څه عوامل وؤ اؤ چا پکې لاس لرلو؟

دفضل خان په وینا دماشومانو والدینو دمحکمې نه وغوښتل چې دپلټنو دکمشن د راپور نقل باید هغوئ ته ورکړل شي خو محکمې هغوئ ته وویل چې دا رپورټ لا ځکه هغوئ ته نه شي ښودلی چې خوندي بڼه لري.

هغه وایي دسپریم کورټ مشر قاضي لویې څارنوال یا اټارني جرل ته ددې راپور دیو نقل ورکولو امر کړی اؤ هغه ته یې ویلي چې په یوه میاشت کې دننه باید په دې رپورټ د حکومت نظر واخلي.

دپېښې اوریدنه تر څلورو اوونیو ځنډول شوې خو فضل خان وایي د سپریم کورټ لخوا ددې پېښې په اړوند غوڅې پرېکړې ته انتظار کوي اؤ ترڅو چې دغه پرېکړه مخې ته نه وي راغلي نو هغوئ په باور نه شي ویلی چې دماشومانو وینو سره به یې انصاف وشي که نه؟

فضل خان وویل دای پي ایس دپېښې نه وروسته دهغه وخت دپوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف اؤ وزیراعظم نوازشریف هم هغوئ سره ژمنې کړې وې چې انصاف به ورکولی شي خو بیا یې خپلې دغه ژمنې پوره نه کړې.

د فضل خان په وینا کله چې عمران خان واک ته نه ؤ رسیدلی نو مونږ سره ېې پېښور کې ژمنه کړې وه چې دې قضیه کې به دماشومانو استازی یا وکیل پخپله جوړیږي خو نن هغه هم خپله ژمنه هیره کړې ده.

فضل خان وایي پاکستان کې مدام د کمیشنونو اؤ پلټنو نتیجې هغه شان مخې ته نه دي راغلي لکه څنګه چې پکار وي خو هغوئ بیا هم سترې محکمې ته په طمعه دي چې ددوئ دماشومانو وینو سره به انصاف وکړي.

په کال 2018م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشرقاضي (د سپريم کورټ چيف جسټس) ميا ثاقب نثار د اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی ؤ چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال په سکول کې د وژل شوؤ څو ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.

بيا د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د اکتوبر په مياشت کې يې په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

د پېښور هايکورټ جسټس محمد ابراهيم یو کسيز کمېشن جوړ کړی شوی او سترې محکمې په شپږو اوونيو کې د پلټنو رپوټ غوښتی ؤ.

د ډان د رپوټ ترمخه د کمېشن وياند انعام الله خان خبريالانو ته ویلي د کمېشن پلټنيز رپوټ نزدې په 3000 صفحو جوړ دی چې پکې د ګټو کسانو بيانونه او دستاویزات هم شامل دي.

هغه ويلي کمېشن په پلټنو کې د 31 پوليس او پوځي افسرانو په ګډون د 132 کسانو چې پکې د پېښې عېني ګواهان او د وژل شوؤ ماشومانو مېندې پلاران شامل دي، د هغو بيانونه ريکارډ کړي دي.

ويل شوي کمېشن د پېښور د کور کمانډر لفټننټ جنرل هدايت الرحمان، د پوځ د انتظام لاندې تعليمي ادارو د مشر بريګيډير مدثر اعظم سره د نورو پوځي او پولیس لوړ پوړو بيانونه ريکارډ کړي دي.

د ياد پلټنيز رپوټ د عام کېدو په اړه خبريال وسیم احمد شاه وايي دا ختمي خبره کول به ګران وي چې سپريم کورټ به دا رپوټ به عام کړي که نه کړي، خو په دې کمېشن او نورو کمېشنو کې دا فرق دی چې کمېشن حکومت جوړوي خو دا کمېشن عدالت جوړ کړی ؤ.

ډیوه سره خبرو کې هغه وويل پکار خو ده چې د کمېشن رپوټ عام شي او خلکو ته اصل حقيقت مالوم شي چې د دې پېښې اصل زمه وار څوک ؤ چې امنيت يې نه ؤ خوندي کړی او ترهګر په سکول باندې بريد کې کامياب شوي وو.

د پېښور په سکول په ترهګر برید کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې پلاران د پېښې د وخت نه دعوه کوي چې صوبايي او مرکزي حکومت د وړاندې نه خبر کړی شوی ؤ چې تحریک طالبان پاکستان په ارمي پبلک سکول يا د پوځ د انتظام لاندې تعلیمي ادارو باندې بريد کولی شي، بيا ولې د امنيت دپاره کوټلي ګامونه نه ؤ پورته کړی شوي؟.