شاته

حکومتي شمېرې په پاکستان کې کرونا وایرس کم ښايي خو ماهرین وايي د ټېسټونو کموالی هم د کمو شمېرو سبب دی

حکومتي شمېرې ښايي په پاکستان کې د کرونا وبا پېښې ډېرې کمې شوي دي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۲ کېسونه مخې ته راغلي دي چې پکې په خېبرپښتونخوا کې ۳۰ کسان شامل دي.

هم دا راز، د چارواکو په وېنا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول ملک کې ۱۵ او په خېبرپښتونخوا کې شپږ کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د جولايۍ په ۱۲مه نېټه ۴۰۸ پېښې رپورټ شوې وې او له هغې وروستو د روزانه په بنياد دغه شمېره په کمېدو ده. هم په ۱۲مه جولايۍ په صوبه کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۶ ؤ او د هغې وروستو د مړو شمېر هم کم شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې يو غړی ډاکټر کاشف وايي د کرونا پېښو کې د کمي لويه وجه ګڼ شمېر هغه متاثره خلک دي کوم چې نه دي رپورټ شوي. دغه کسان د نخښو ښکاره کېدو وروسته روغ شوي او د دوي په اندازه ۴۰ فيصده خلک د کرونا ښکار شوي وو او د اجتماعي مدافعت له امله اوس پېښې کمې شوې دي.

څېړونکي وايي په دې پېښو کې د کمي يو بل له امل د ټېسټونو کمی هم دی. د خېبرپښتونخوا چارواکو د ټېسټونو د شمېرې په اړه څه نه دي ويلي خو د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې موجوده وخت د ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰ هره ورځ ټېسټونه کېږي.

د صحت د نړيوالې ادارې د معيار ترمخه د ټېسټونو شمېر د ۵۰۰۰ نه تر ۱۰،۰۰۰ پکار دي.

د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د صوبايي کمېټۍ چېرمېن ډاکټر زبېر ظاهر وايي د وايرسو د خورېدو خطر لا هم کم شوی نه دی او په اختر کې د شوې بې احتياطۍ اثر په راتلونکې څو ورځو کې د نوو کېسونو په شکل کې ښکاره کېدی شي.

د پاکستاني ګاونډي هېوادونو ايران او هندوستان کې د پاکستان په څېر د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر په تېزۍ سره نه دی کم شوی.

طبي ماهرين وايي په دغه هېوادونو کې د پاکستان په پرتله د ټېسټونو کولو کچه هم زياته ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی