شاته

د ننګرهار پېښې د یوه پلار دوه د نفقې ګټلو ملګري معذور کړل

د جلال‌اباد د تېرې ورځې موټربم برید د یوې کورنۍ دوه هغه کم عمره ماشومان هم معذور کړل چې د دوی د پلار په خبره، د نفقې د ګټلو ملګري یې وو.

د جهانزېب او شاکر پلار یوسف خان وایي، زامن‌یې د اختر په درېیمه ورځ په خپل کار پسې تللي وو چې د بېرته راتګ پر مهال په چاودنه وربرابر شول.

د دغه ماشوم پلار وایي، دوه‌یې زامن او د خور زوی یې په دغه پېښه کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ اوسېدونکي دوه ورونه جهانزېب او شاکر چې د ۱۰ او ۱۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري او په جلال‌اباد کې د کباړ ټولولو له درکه خپلو دوو کوچنیو خویندو، مور او یوه کوچني ورور ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروي، اوس ټپیان او د ننګرهار په سیمه‌ییز روغتون کې د بستر په کټ پراته دي.

د یوسف خان یو ټپي شوی زوی
د یوسف خان یو ټپي شوی زوی

د جهانزېب او شاکر پلار یوسف خان وایي: "نوم مې یوسف خان دی، دا ماشومان چې ګورې، دا مې بچي دي، بس دغلته غریبي کوو، د خپلې غریبۍ لپاره راوتلي وو، هغه ورڅ چې په محبس برید وشو، په دې اول انفجار کې زما دا ماشومان ولګېدل، یو بل (د خور زوی) ورسره ولګېد ۱۶ کاله عمر به‌یې و چې شهید شو، بس ډېر د خدا تعالی بېچاره یوو، او د دې نورو ۱۳ کاله ۱۴ کاله عمرونه دي، همدا مې د نفقې ګټلو خلک وو، دا هم رانه مات ګوډ شول."

یوسف خان وایي، له ناچارې ورځې یې د اخترونو خوښۍ نه‌دي لیدلي او د لوی اختر درېواړه ورځې یې په بټي کوټ کې د هندواڼو په پالېزونو کې مزدوري کړې ده.

د یوسف خان په خبره، دی د پېښې په سبا خبر شو چې زامن‌یې ټپیان شوي او روغتون کې دي او د ګاونډي په ۵۰۰ افغانیو پور یې د خپلو بچو د چپرکټ سر ته ځان راورساوه.

یوسف خان
یوسف خان

هغه ووبل: "زه سهار خبر شوم چې راغلم دا ماشومان ټپیان وو، بیا یوه ګاونډي ته لاړم هغه راته ۵۰۰ افغانۍ پور راکړې، دا دی اوس هم جېب کې څه نه‌لرم، د خدای ملنګ تش جېب ګرځم."

۱۲ کلن جهانزېب د پېښې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي: "کباړ پسې راغلی وم، د اختر ورځې وې، نور چې کور ته تلو یو دم درز شو، له درز سره چرې راغلې، کباړ هر څه خواره واره شول، چا خیراتي غوښه راکړې وه هغه هم لاړه او کباړ هم لاړ، ما چې سترګې راوغړولې په روغتون کې وم."

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د اختر په درېیمه ماښام مهال د ننګرهار پر عمومي محبس ډله‌ییز وسله‌وال برید وشو چې په‌کې ۲۹ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ټپان شول.

د معلوماتو له مخې، په وژل شویو او ټپیانو کې تر ډېره ملکي وګړي وو چې ماشومان هم په‌کې شامل وو.

د جهانزېب او شاکر کاکا لال وزیر وایي، ورېرونه‌یې نیستۍ د ښار په واټونو او کوڅو کې کباړ ټولولو ته اړ کړل، خو نن‌یې دا حال دی.

هغه زیاته کړه: "نوم مې لال وزیر دی، دا داسې د زړه سوي چې بس همدوی لګیا وو، همدا واړه دي خواران خواري او غریبي یې کوله، پچیر کې خو مزدوري نه‌شته، دلته ښار ته راځي، نور څه وکړي، نور څوک خو نه‌مري، همدا غریب خلک دي چې مري په دې پېښو کې."

افغان ځواکونه ننګرهار کې د نښتې پر مهال
افغان ځواکونه ننګرهار کې د نښتې پر مهال

د ننګرهار پر عمومي محبس برید نه‌یوازې یوسف خان، بلکې د ده په څېر لسګونه نورې کورنۍ هم د غم پر ټغر کېنولې دي.

په دغه برید کې چې نېږدې ۲۰ ساعته‌یې دوام وکړ، د ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ملکیان وژل شوي دي.

دغه برید د تېرې یکشنبې په ماښام پیل او د دوشنبې په مازیګر مهال پای ته ورسېد چې په خپله بڼه کې د هېواد په کچه تر ټولو اوږد برید یادېدلی شي.