شاته

نړۍ کې د نوي ښوونیز کال پیل او د کویډ۱۹ مثبتو پېښو زیاتوالی

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، او خلک نه پوهېږې چې د کرونا ویروس د خپرې شوې وبا په منځ کې څنګه خپل ماشومان بېرته ښونځیو ته واستوي.

په یو شمېر سېمو کې د کرونا پېښې په بېساري توګه زیاتي شوې، او هغه هېوادونه چې دا وبا یې ماته کړې، د بېرته ستنېدو ویره یې لري.

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو زیات کرونا ځپلی.

دغلته تر اوسه پورې څلور میلیونه او اوه سوه زره کسان په کرونا اخته شوي، څو ایالتونه چې د کویډ۱۹ د پېښو له زیاتېدو سره مخ دي په کې ښوونیزې ادارې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره پر بېلابېلو چلندونو غور کوي.

د امریکا په حکومت کې د میکروبي ناروغیو لوړ پوړی متخصص ډاکټر انتونی فاوڅي د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ښوونځیو ته د زده کونکو د ستنېدو ملاتړ وکړ خو ټینګار یې وکړ چې دا چاره دې دې د هرې سیمې شرایطو ته په پام ترسره شي.

د نوموړي په وینا ښايي په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس کچه لوړه وي، او هلته به دا پر ځای نه وي چې ماشومان بېرته ښونځیو ته ستانه شي.

هغه وویل دا چې په متحده ایالتونو کې ماشومان ښوونځیو ته ستانه شي کنه، دا باید په دې پورې تړلي وي چې هغوی په کومه سیمه کې دي او د ټول هېواد په اړه یوه پرېکړه ښايي کار ورنه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د ښوونځیو پر بیا پرانیستو ټینګار کوي او دا یې د نومبر په میاشت کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې مهمه موضوع ګرځولې.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

په امریکا کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس سره د تړلو مړینو شمېره له یو نیم لکو اوښتې ده.

په دې هېواد کې ښونځیو ته د ماشومانو استول، کارونو ته د دوی د میندو او پلرونو د ستنېدو لپاره هم مهم ګڼل کېږي، خو ورسره دا وېره شته چې ماشومان ښايي په ښونځیو کې په کرونا ویروس اخته شي او هغه له ځان سره بېرته کورونو ته راوړي.

په اروپا کې که څه هم د کرونا ویروس د خپریدو د تازه څپې وېره زیاته ده خو دغلته د دوشنبې په ورځې د جرمني میکلنبورګ ایالت کې د دوبي له رخصتیو وروسته لسګونه زره زده کوونکي ښوونځیو ته ستانه شول.

دا د جرمني له ۱۶ ایالتونو څخه لومړنی ایالت دی چې په مارچ میاشت کې دغلته د ښوونیز ادارو له تړل کېدو ورسته ښوونځي پرانېزي.

په لاتینه امریکا کې د کرونا ویروس خپرېدا لا هم په پراخېدو ده او دغلته ټول ښوونځي انلاین او د تلویزونونو لارې مخ ته وړل کېږي.

مکسیکو اعلان کړی چې د دې هېواد تر دېرش میلیونو زیات زده کونکي به د اګست له ۲۴ مې نېټې له لرې واټن زده کړې پیل کړي.

مکسیکو په نړۍ کې یو له سخت کرونا ځپلو هېوادونو څخه دی چې تر اوسه پورې په کې له دې ویروس سره تړلې ۴۸ زره مړینې ثبت شوې دي.

د لاتینې امریکا بل هېواد بولېویا لا دمخه اعلان کړی چې دوی ښوونیز کال پای ته رسوي، ځکه نه شي کولی په دې هېواد کې پوهنه تضمین کړي ځکه په ډېرو کلیوالو سیمو کې زده کونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.