شاته

پاکستان کې یوازې دجولایي میاشت کې ګراني 2.5 فیصده لوړه شوې ده

پاکستان کې دتیلو دبیعو لوړیدو وروسته ګراني هم سیوا شوې ده اؤ یوازې په تیره میاشت(جولایي) کې د ګرانۍ کچه 9.3 ته رسېدلې ده.

دګرانۍ دا کچه په داسې حال کې مخ په بره تللې ده چې حکومت وایي دګرانۍ قابو کولو دپاره یې یو شمیر ګامونه اخستي اؤ دښکته طبقې وګړو ته اسانۍ ورکوي خو اپوزیشن ګوندونه بیا وایي چې دحکومت دعوې یوازې دمیډیا ترحده محدودې دي .

دپاکستان دشمیرو مرکزي ادارې پخپل رپورټ کې ویلي د جون دمیاشتې په پرتله جولایي کې ګراني 2.5 فیصده ختلې ده اؤ دخوراک څښاک شیان خلکو په ګرانو نرخونو اخستي دي.

د رپورټ له مخې جولایي کې په میاشتني اساس ښاري سیمو کې ټماټر 179،دګاډو تیل 27،سبزیانې23.8 اؤ پیاز شپږ فیصده ګران شوي دي.

همدا شان دجون دمیاشتې په پرتله هګۍ 10.8،مصالحې 7.5،غنم7.4،الوګان4.5،غوښه 3.9اؤ چیني 3.8فیصده ګران شوي دي.

دشماریاتو اداره پخپل رپورټ کې وایي دجولایي میاشت کې په کلني اساس ښاري سیمو کې د ټماټرو نرخ نیم په نیمه سیوا شوی دی.

همدا شان الوګان 63 فیصده ګران شوي، طوطي دال 46.25،هکۍ 43.11 اؤ چرګان 36.69 فیصده ختلي دي.

دتیرکال دجولایي دمیاشتې په پرتله سږکال جولایي کې دښاري سیمو دننه د چینو نرخ17،دغنمو 28.52 اؤ د اوړو 18.52فیصده سیوا شوی دی.

پاکستان کې ورځ تر بلې د ګرانۍ په سیوا کیدونکې کچه قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف سختې نیوکې کړي اؤ وایي حکومت ناکام شوی چې خپلو وګړو ته اسانۍ ورکړي.

خپل یو بیان کې شهباز شریف ویلي د ګرانۍ ځېلې اوس دومره ژورې شوي چې غریب ولس نه یې د ژوند چل هیر کړی خو حکومت سره هیڅ تجربه یا تګلاره نه شته چې دګرانۍ مخې ته ډب ووهي.

داپوزیشن ډلو لخوا د ګرانۍ له امله په حکومت کیدونکو نیوکو ته په جوابونو کې زیاتره وخت وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دکابېنې نور وزیران دموجوده ګرانۍ پړه په تیرو حکومتونو اچوي اؤ وایي پخوانیو حکمرانانو ټولې پیسې له هیواده بهر ویستي اؤ هیواد یې پوروړی پرېښی دی.

عمران خان اؤ هغه حکومت دریځ لري چې حکومت یې اقتصادي تګلارې پلي کړي اؤ زر به ښې پائیلې ولري خو په موجوده وخت کې دبهرنیو پورونو د سودونو لنډولو دپاره هم حکومت نورو بهرنیو پورونو اخستلو ته اړ دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان اسټیټ بینک ویلي وؤ په نړیوالو منډهیانو کې دشیانو نرخونه په ختلو دي اؤ اؤ راتلونکو څو میاشتو کې دپاکستان دننه ګرانۍ کې دکموت هیلې کمې شوي دي.

اسټیټ بینک په ځانګړې توګه نړیوال مارکیټ کې د تیلو نرخونه سیوا کیدل دګرانۍ علت بلي اؤ وایي په په بهرنۍ ورکړه راکړه هم ددې منفي اغیزې کیږي.