BBC
 شاته

د هند بیهار کې ماویست یاغیانو ۱۰ پوځيان وژلي

Image copyright
Image caption ماویستان د هند د ګڼو ایالتونو پر بېلابېلو سیمو واکمن دي.

هندي پولیس وايي، په ختیځ بیهار ایالت کې د ماویست یاغیانو او پوځيانو ترمنځ نښته کې لږترلږه لس نیمه پوځيان وژل شوي دي.

په نښته کې پنځه نور پوځيان تپیان شوي.

نښته د دوشنبې په ورځ ناوخته د بیهار ایالت اورنګ اباد ولسوالۍ کې شوې ده.

ماویست یاغیان د هند په ځینو شمالي، ختیځو او ان مرکزي ایالتونو کې خپلې پښې ټینګې کړې دي.

دوی وايي، د کمونیستي واکمنۍ په پلوۍ، د قبایلي خلکو د حقونو ترلاسه کولو او د کلیوالو بې وزه خلکو د خیر ښېګڼې لپاره جنګېږي.

په دمرینالا سیمه کې د دوشنبې شپې په نښته کې درې ماویست وسله وال هم وژل شوي.

پولیس وايي، یاغیانو له ناچاودو توکو ګټه اخیستې او په سیمه کې یې د بغاوت ضد عملیاتو پرمهال پر پوځيانو ډزې او بریدونه کړي.

د هند ماویستي یاغیانو په لوېدیځ بنګال ایالت کې د ۱۹۶۰ لسیزې وروستیو کې بریدونه پیل کړي چې د هند تر ټولو لوی کورنی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

Image copyright BBC World Service
Image caption ماویست یاغیان د هند په ځینو شمالي، ختیځو او ان مرکزي ایالتونو کې خپلې پښې ټینګې کړې دي.

ماویستان د هند د ګڼو ایالتونو پر بېلابېلو سیمو واکمن دي.