شاته

د مذهب د سپکاوي په الزام نیول شوي امریکايي شهري په وژنه کې ګرفتار تن جېل ته ولیږل شو

د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت فېصل د 14 ورځو په عدالتي ریمانډ جېل ته لېږلی دی فېصل هغه تن دی چې د شورو،چهارشنبې، په ورځ يې په عدالت کې دننه د مذهب د سپکاوي په تور یو تن په ډزو وژلی>

د نيول شوي تن د مقدمي په اړه د پېښور هايي کورټ وکیل محمد انعام يوسفزي وي او ای ډيوه ته وويل عدالت د پوليسو لخوا جمع کړی شوې د پوليس کسټډي يا حراست درخواست رد کړو او د هغه موکل يي د ۱۴ ورځو لپاره په عدالتي ريمانډ جېل ته ولېږلو

هغه زياته کړه: " نن پوليسو دې بيا د مزيد کسټډي د پاره پېش کړو د ترهګرې عدالت ته چونکې د ملزم عمر هم کم دی او په پوليس کسټډي کې تقريبا پينځه ورځې پاتې وو نو مونږه هم عدالت ته درخواست ووکړو او عدالت هم دا مشاهده ووکړه چې د نورې کسټډي ضرورت نشته نو د هغې په وجه يي د پوليس د کسټډي هغه درخواست رد کړو او ملزم يي جېل ته ولېږو"۔

نوموړي زياته کړه د فيصل پرضد د قتل يا وژنې، د ترهګرۍ او د بې لايسنسه وسلې لرلو مقدمه درج کړی شوې او د مقدمې اورېدنه به ۱۴ ورځې وروسته په عدالت کې بيا پېل کېږي۔

اېډوکېت محمد انعام يوسفزي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل: " قانون دا دی چې د عدالت په حدودو کې داسې پېښه وشي نو په هغې د ترهګرۍ دفعې لګي، نو د دې وجې دا کېس د ترهګرۍ ضد عدالت ته پېش کېږي او د ترهګرۍ د قانون لاندې يو جې ايي ټي جوړه شي او بيا هغوي د مقدمې تفتيش کوي"۔

د پېښور د پوليسو ترمخه طاهر احمد نسیم چې امريکايي شهري و، دوه کاله وړاندې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی و او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه او د اورېدنې په انتظار و دغه مهال فيصل په ډزو و وژلو۔

په دې اړه د پېښور هايي کورټ طارق افغان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل قانون او مذهب دا اجازه چاته هم نه ورکوي چې په خپله د بل تن د ژوند فېصله وکړې۔

نوموړي زياته کړه: " نه اسلام دا اجازت ورکې او نه د پاکستان قانون بلکې د يو ملک قانون هم دا اجازت نه ورکوي چې يو سړے دې راپاسي او هغه دې قانون په خپل لاسو کې واخلي او د بل تن د ژوند فېصله دې ووکړي، که څوک داسې کوي نو بيا به هغه ته هم د هغه ملک يا ځاۍ د قانون مطابق سزا ورکولې کېږي"۔

هغه زياته کړه که چرې د طاهر احمد نسيم کېس اورېدنه په ځانګړي عدالت کې په وخت ترسره شوې وه نو د شورو په ورځ رامنځ ته شوې پېښې امکان نه جوړېدو۔

اېډوکېټ طارق افغان مخکي وويل: " پکار دا وه چې دا مقدمه چرته په بند جېل کې چلولې شوې وې او هلته د دې فېصله شوې وې، بيا دوه کاله دا مقدمه لېټ شوا نو دا په خپله زمونږه د عدالت او د انصاف ورکولو د نظام د ناکامې يو لويي ثبوت دې"۔

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه د پاکستان د پېښور په عدالت کې دننه د یو تن له خوا د خپل هغه وګړي وژنه غندلې چې د مذهب د سپکاوي په تور د مقدمې اورېدنې ته ورغلی وو۔

د پېښې وروسته امريکا په پاکستان غږ کړی چې په سمدستي ډول دې داسې ګامونه واخلي او اصلاحات دې ووکړې چې په راتلونکي کې دغه رنګ پېښې نورې وو نشي۔

بلخوا د پېښې وروسته په پېښور کې د مذهبي ډلو لخوا د دغه تن په حق کې لاريونونه هم وېستلې شوې چا چې په عدالت کې طاهر احمد نسيم نومې تن وژلې دې