شاته

افغان حکومت راتلوونکې جمعه مشورتي لویه جرګه راغواړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ټاکل شوې د روانې زمري میاشت پر ۱۷مه د جمعې په ورځ د وسله والو طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه را وغوښتل شي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه اګست ۳ (زمري ۱۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې یاده جرګه به د دغو بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي صدیقي وویل چې دا ۴۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت په تور لېست کې شامل دي چې په وینا د مخدره موادو په قاچاق، د افغانانو په وژنو او یو شمېر نورو «خطرناکو» پېښو کې لاس لري.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې په یادو بندیانو کې داسې کسان هم شامل دي چې د هیواد د درې ګونو محکمو لخوا محکوم شوي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند زیاته کړه چې د هیواد د اساسي او جزا قانون له مخې ولسمشر غني د هغوی د ازادولو صلاحیت نه لري چې په اړه به یې مشورتي لویه جرګه را وبلل شي.

نوموړي زیاته کړه:"د دغه جرګې اساسي اهداف د طالبانو د ۴۰۰ پاتې زندانیانو د خلاصېدو د څرنګوالي،د افغانستان د راتلونکي په اړه مشوره،د تیرو۱۹ کلونو لاسته راوړنې، جمهوري نظام او د هغه اړوند ارزښتونه او د افغانستان پراختیايي فعالیتونه چې د افغانستان له خلکو سره شریک شوي دي شریک شي."

هغه وویل چې د مشورتې لویې جرګې غړي به د تیرې جرګې غړي وي.

افغان حکومت له طالبانو سره د قید او شرط پرته خبرو پیلېدو په اړه دوه کاله مخکې هم مشورتي لویه جرګه راغوښتې وه.

ولسمشر غني هم د لوی اختر په مناسبت پیغام کې وویل چې د طالبانو لخوا حکومت ته سپارل شوي لېست کې ۴۰۰ داسې بندیان شامل دي چې د هیواد اساسي او جزا قانون په اساس نوموړی د هغوی د خوشي کولو صلاحیت نه لري

ښاغلي غني وویل چې په دې اړه به مشورتي لویه جرګه راوبلل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند همدارنګه زیاته کړه چې افغان حکومت تر دا مهاله په سوله کې د ښه نیت په اساس څه باندې ۴زره طالب بندیان ازاد کړي دي.

هغه وویل چې طالبانو تر دا مهاله په سوله کې د ښه نیت په هدف کوم اقدام نه دی تر سره کړی.خو طالبانو بیا د بین الافغاني خبرو پيلېدو لپاره د خپلو پاتې بندیانو پر ازادولو باندې ټینګار کړی دی.