شاته

امریکا د اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند له کبله د چین په یو شرکت بندیز ولګاوه

امریکا د چین د سین کیانګ په ولایت اقتصادي فشارونه زیات کړي او د جمعې په ورځ، جولای ۳۱ (زمري ۱۰) یې په یوې چینایي کمپنۍ او دوه چارواکو بندیزونه ولګول.

امریکا ویلي دا بندیزونه یې د اویغور او نورو اقلیتونو سره د بشري حقونو د ناوړه چلند له کبله لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سین کیانګ د تولید او رغونې شرکت، د دې شرکت د ګوند د پخواني عمومي منشي او د ګوند د مرستیال نومونه یې په تور لست کې شامل کړی.

پدې کسانو تور دی چې د سین کیانګ په ایالت کې قومي اقلیتونو سره د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې لاس لري.

چین د سین کیانګ په ایالت کې د اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند ردوي او وایې چې پدې کمپونو کې ایغوریانو ته مسلکي روزنې ورکول کیږي چې د افراطیت مخه پکې ونیول شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي د سین کیانګ په ایالت د چین د کمونیست ګوند لخوا د اویغور او نورو مسلمان اقلیتونو سره چلند د " پیړۍ داغ" دی.

د امریکا دا بندیزونه پدې معنی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې ددې کمپنۍ شتمنۍ کنګل کیږي او امریکایان اجازه نلري چې راکړه ورکړه ورسره وکړي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه کمپنۍ په حقیقت کې " د ملیشو پټ سازمان" دی چې د چین د کمونیست ګوند یې په مستقیمه توګه کنټرولوي او د بیلا بیلو فعالیتونو لپاره ورته امر کوي.

دغه چاروکي ویلي دا کمپنۍ د سین کیانګ په ایالت کې د چین د کمونیست ګوند په لارښوونې، اویغور مسلمانان او نور اقلیتونه څاري، نیسي یې او د ګوند درسونه ورکوي.